طالبانو له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار بنديز «د افغانستان کورنۍ ارزښتي» موضوع وګڼله

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز «د افغانستان کورنۍ ارزښتي» موضوع ګڼلې او ويلي يې دي چې دا ډله نه غواړي چې د ملګرو ملتونو لپاره خنډ را منځته کړي.

ملګرو ملتونو په خپله وروستۍ اعلاميه کې د طالبانو دا اقدام د خپل منشور په ګډون د نړيوالو قوانينو خلاف ګڼلی او ويلي يې دي چې هغه نشي عملي کولای.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې طالبان ملګري ملتونه اړ کوي چې په افغانستان کې د پاتې کېدلو او مقرراتو او اصولو ته د ژمنتيا تر منځ «يو وحشتناک انتخاب وکړي».

ملګرو ملتونو د طالبانو تر پرېکړې وروسته له محدود شمېر پرته خپلو ټولو کارمندانو ته امر کړی چې خپلو دندو ته دې نه حاضرېږي.

دې سازمان ويلي، چې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې د منفي پايلو پړه به د دې ډلې پر غاړه وي.

مجاهد نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) د ملګرو ملتونو د وروستي دريځ او پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی او په مبهمه توګه يې ويلي چې طالبان نه غواړي د ملګرو ملتونو پر وړاندې خنډ را پيدا کړي، بلکې غواړي «واضحه کړي چې دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده، د بل هيچا لپاره ستونزه نه جوړوي او بايد ټول اړخونه يې درناوی وکړي.»

د طالبانو وياند ادعا کړې، چې د ښځو پر کار بنديز «په دې معنا نه دی چې دلته تبعيضي چلند کېږي او يا هم د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته خنډ جوړېږي».

ده د خپلو خبرو په دوام کې د افغانستان د بشري وضعيت يادونه کړې او ويلي يې دي چې اوسنی بشري وضعيت د بنديزونو او فشارونو له وجې را پیدا شوی او اصلي مسووليت يې هم هغو اړخونو ته ورګرځي چې د افغانستان پر مالي او بانکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي.

د طالبانو وياند ويلي، چې د افغانستان بېړني وضعيت ته په پام، اړتيا داده چې د ملګرو ملتونو غړي هيوادونه ژر تر ژره د افغانستان کنګل شتمنۍ ازادې کړي او د سفر او نور ټول بنديزونه لغو کړي.

اندېښنه داده چې د طالبانو د وروستۍ پرېکړي له وجې به اړ وګړي بشرپالو مرستو ته لاسرسی ونه لري، په داسې حال کې چې د افغانستان ۲۸ ميليونه وګړي ورته اړتيا لري.