اطلاعات روز: د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځوان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې بایللی دی.
ارغنداب کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، دغه ځوان سيد احمد صمدي نومېده او نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) مازدیګر د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «سرکاري باغ پله» سره اوبو ډوب کړی دی.
دوی زیاتوي، صمدي د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د «سنځري» کلي اصلي اوسيدونکی و او په کندهار ښار کې د یوه شخصي درملتون مسوول هم و.
د مسوولینو په خبره، یاد ځوان غوښتل په زياتو اوبو کې لامبو ووهي چې له امله یې اوبو ډوب کړی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
هیواد کې د اوړي په ګرمو ورځو کې ګڼ کسان خپل ژوند په سیندونو کې د لامبو پرمهال له لاسه ورکوي.