طالب چارواکو ته د هبت الله خبرداری: که په ظلم او بغیر له محکمې وژنې وشوې هیواد تباه کېږي

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه غږیز کلیپ کې چې د دغې ډلې د ویاند له خوا خپور شوی طالب چارواکو ته په خطاب کې ویلي، چې که په ظلم او له محکمې پرته وژنې وشي حکومت یې نه پاتې کېږي.

ده د خلکو د «وهلو ټکولوِ» زندان کې د اچولو او د عدالت نه تامین له امله د طالبانو د «امارت» د نسکوریدو خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده «که خدای وغواړي امارت به په یوه ساعت کې نه په یوه ثانیه کې وغورځیږي.»

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې یوې مشخصې پېښې ته له اشارې پرته ټینګار کړی چې « عدالت د یوه حکومت د بقا ذریعه ده د ظلم سره حکومت نه شي پاتې کېدای».

هبت الله په دې پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د عدالت نشتون په صورت کې ظلم، خود غرضي، وژنې، انتقام او له محاکمې پرته وژنې رامنځته کېږي او دا یې د هیواد تباهي بللې ده.

اخندزاده د ظلم د مخنیوي لپاره د علماوو په سمو فیصلو او طالبانو د حکومت په سمو اجراتو ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر په داسې حال کې د ظلم د مخنيوي او د عدالت د پلي کیدو خبره کوي، چې یو شمیر نړیوالو سازمانونو په وار وار د طالبانو له خوا د تېرحکومت د ځواکونو او عامو خلکو د خپلسرو نيولو، وژنو او شکنجو راپورونه ورکړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته