د کندهار ميانشين ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

په دې ولايت کې د طالبانو امنيتي چارواکي وايي، دغه ماین چاودنه تېره ورځ (جمعه، ۲۵ د وري) د میانشین ولسوالۍ اړوند «خاشکشي کلي» رامنځته شوې ده.

دوی د ماین د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي خو زیاتوي چې د تېرو جګړو څخه د دغه پاتې ماین په چاودنه کې د ثناوالله په نوم یو ماشوم وژل شوی او د سمیع الله په نوم بل ماشوم سخت ټپي دی.

مسوولین وایي، ټپی ماشوم یې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړی، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې ډاډ نه دی ورکړی.

ياده دې وي چې د همدې اونۍ په وروستيو کې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او یو بل یې ټپي کړی و.

ورته مهال بیا د کندهار اوسيدونکي د طالبانو له سرپرست حکومت او ماين پاکۍ موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو د دې ولايت په لېرو پرتو سيمو کې د پخوانيو وختونو څخه پاتې ناچاودې ماينونه ټول کړي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې تېر کال د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ماين چاونو له امله ۹۹۵ تنه مړه او ټپيان شوي دي.