اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په خیر کوټ ولسوالۍ کې د یو «وسله وال» کس او طالبانو ترمنځ د نښتې پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي او یو وسله وال وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې باوري سرچینې وايي، چې دا پېښه د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند «پاینده خېلو» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو نظامي کسانو د یو «مجرم» د نیولو پر مهال په یو کور عملیات ترسره کړي او په نتیجه کې یې د دوه طرفه ډزو پر مهال ۹ کسان وژل شوي دي.
د سرچینې په حواله تېره شپه (جمعه، ۲۵ د وري) یو وسله وال کس له طالبانو د تېښتې پر مهال یو کور ته دننه شوی او په یاد کور کې یې د ځان خلاصون په موخه ښځې او ماشومان برمته کړي و، چې وروسته پرې طالبانو عملیات ترسره کړي او نښته رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې د دغې نښتې پر مهال د برید کوونکي په ګډون پنځه کوچني هلکان اونجونې درې او مېرمنې وژل شوې دي.
تراوسه معلومه نه ده چې یاد کسان د برید کوونکي او که د طالبانو په ډزو وژل شوي دي.
پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه د یادې پېښې په اړه له رسنیو سره معلومات نه دي شریک کړي.