اطلاعات روز: د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د بودیجې په پای ته رسېدو سره افغانستان په وروستيو ۲۵ کلونو کې د لوږې له تر ټولو لوی خطر سره مخ دی.
اوچا دا موضوع نن (يکشنبه، ۲۷ د وري) په يوه ټويټ کې مطرح کړې ده.
دې بنسټ وړاندې ويلي و، چې په افغانستان کې د بشري عملياتو لپاره بودیجه پر ختمېدو ده او دا چاره د ميليونونو وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د اوچا په وينا، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال د مرستو لپاره د دې سازمان تر پنځه سلنې کمې مالي غوښتنې تأمين شوې دي.
دا بنسټ وايي په داسې حال کې چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو لوی او تر ټولو جدي بشري کړکېچ دی، خو بيا هم په هيواد کې بشري عمليات تر ټولو کمې مالي مرستې تر لاسه کوي.
د اوچا په وينا، په افغانستان کې ۲۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې شاوخوا شپږم ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له بېړنۍ کچې سره مخ دي او يوازې يو ګام له لوږې لېرې دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري عملياتو لپاره د ۴.۶ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید