اطلاعات روز: په داسې حال کې چې نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه محرومې دي، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ اصلاحي اقدامات شوي دي.
د اخوندزاده دا پيغام نن (سېشنبه، ۲۹ د وري) خپور شوی دی.
ده د خپل پیغام په يوه برخه کې ويلي: «د فرهنګو ښوونې او روزنې، اقتصاد، رسنيو او ټولو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات شوي دي او د اشغال ناسمې فکري او اخلاقي اغېزې مخ پر ختمېدو دي.»
د طالبانو مشر ويلي، چې د افغانستان وګړي بايد دا اصلاحي اقدامات تر هر څه مهم وګڼي ځکه د دين او شريعت د اصولو په رڼا کې د دنيوي او اخروي ژوند د نېکمرغۍ تضمين کېږي.
ده زياته کړې، چې د دين علماء مسووليت لري چې له دينه د خلکو د خبرولو، د خلکو په پوهاوي او د اعمالو په اصلاح کې د طالبانو له امر بالمعروف او نهی عن المنکر، معارف، لوړو زده کړو او اطلاعات و فرهنګ وزارتونو سره همکاري وکړي.
د طالبانو د مشر په پیغام کې راغلي: «هر ملت او هيواد هغه وخت عزت، امنيت او واقعي رفاه تر لاسه کوي چې هلته بغاوت او سرکښي نه وي. له همدې وجې د خلکو د اصلاح او پوهاوي مسووليت علماوو ته سپارل شوی دی.»
ده د خپل پيغام په يوه بله برخه کې ويلي، چې طالبانو زدکړييزه برخه او د ښوونې او روزنې بهير ټول هيواد ته پراخ کړی دی او د هغو پلانونو د نورې پراختيا لپاره پر اغېزناکو پلانونو کار روان دی.
د طالبانو د مشر په پيغام کې د نجونو زده کړو ته هيڅ اشاره نه ده شوې.
دې ډلې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل. همدا راز يې د تېر کال په وروستيو کې نجونې پوهنتونو ته له تلو راوګرځولې.
طالب چارواکو بيا – بيا اعلان کړی چې ښوونځي او پوهنتونونه تر امر ثاني تړلي دي، خو روښانه نه ده چې دا امر ثاني به کله ورکول کېږي.
دې ډلې د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې هم نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو را ګرځولې وې.
د طالبانو مشر: ښه او متقابل تعامل غواړو
پر افغانستان د طالبانو د يونيم کلنې واکمنۍ تر تېرېدو وروسته، تر اوسه هيڅ هيواد دا ډله په رسميت نه ده پېژندلې.
دا ډله وايي، چې له هيوادونو سره د تعامل غوښتونکې ده.
د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر په پیغام کې راغلي چې دا ډله له ټولو ګاونډيو او اسلامي هيوادونو او ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې پر ښه او متقابل تعامل ولاړ مثبت او اغېزناک مناسبات غواړي.
ده ويلي: «لکه څرنګه چې افغانستان نه غواړي د هيڅ هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، همدا راز ټينګار کوي چې نور هيوادونه هم زموږ په مسايلو او کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او دا کار هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه دی.»
اوس مهال د سيمې هيوادونه له طالبانو سره تعامل کوي، خو د امريکا په شمول لوېديځ هيوادونه وايي، چې دا ډله به د خپلو اقداماتو له مخې ارزوي.
په همدې حال کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز پراخ منفي او غندونکي غبرګونونه راپارولي دي.