د لغمان د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي د روغتیایي خدماتو له کموالي شکایت کوي او وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې روغتیایي خدمات په نشت حساب دي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسیدونکی شیرمحمد وایي، هغه روغتیایي مرکزونه چې اوس مهال د دوی په سیمو کې فعال دي په کافي اندازه درمل او نور روغتیایي امکانات نه لري، چې له امله یې خلک مجبورېږي خصوصي روغتونونو ته خپل ناروغان د درملنې په موخه یوسي خو د شته اقتصادي ستونزو له امله دا هم د ډېرو له توان پورته ده.
شیرمحمد زیاته کړه: «د لغمان په الینګار، الیشنګ، بادپښ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه نشته او که وي، نو خدمات یې په کمه کچه دي چې د خلکو روغتیایي ستونزې نشي حل کولای؛ د لغمان په زیاتره ولسوالیو کې تیر حکومت کې جګړې وې او خلکو ته روغتیایي برخه کې خدمت نه دی شوی چې د روغتیایي خدماتو د نشتون له امله خلک مجبوریږي شخصي روغتونونو یا ډاکټرانو ته لاړ شي اوس د طالبانو له حکومت غواړو چې زمونږ سیمه کې دې روغتیایي مرکزونه ډیر کړي څو خلک وکولای شي په اسانۍ خپله درملنه ترسره کړي.»

د لغمان د الینګار ولسوالۍ د خان کلا سیمې اوسیدونکی فرید الله هم ورته شکایت کوي او وایي، په روغتیایي مرکزونو کې د درملو او طبي امکاناتو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاتوي د دې ولسوالۍ په ګډونو د لغمان په نورو ولسوالیو کې هم زیاتره خلک له روغتیایي خدماتو بې برخې او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي؛ چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دې روغتیایي مرکزونه زیات شي.
هغه وایې، د روغتیايي مرکز نشتون د دې لامل شوی چې ډېری وخت ناروغان د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
فریدالله زیاته کړه: «د لغمان په زیاتره ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه نشته او که ځینو سیمو کې وي نو روغتیایي امکانات یې کم او له همدې امله خلک مجبور دي، چې ننګرهار او نورو ولایتونو ته خپل ناروغان انتقال کړي؛ لغمان ته نه تیر او نه اوسني د طالبانو حکومت د روغتیا، بیارغونې او پوهنې برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی اوس ترې غوښتنه کوو چې روغتیایي خدمات دې ډیر کړي.»
د لغمان یو شمیرنور اوسیدونکي د روغتیایي خدماتو له کموالي سره سره په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو نشتون بله ستونزه یادوي او وایي، له همدې امله ډیر کله ځایي خلک اړ کیږي چې ښځینه ناروغان شخصي روغتونونو ته ته د درملنې په موخه یوسي.
احمد خان د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه د طالبانو پر روغتیايي چارواکو نیوکه کوي او وایي، په څو ځلي یې ورسره په روغتیايي او نورو برخو کې ژمنې کړي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
نوموړی د طالبانو له حکومت په دې ولسوالۍ کې د روغتیايي اسانتیاوو د برابریدو او هم د تېرو جګړو پرمهال د ځینو تخریب شویو روغتیایي مرکزونو د جوړیدو غوښتنه هم کوي.
احمد خان زیاته کړه: «د لغمان په زیاتره روغتیايي مرکزونو کې نه یوازې دا چې روغتیایي خدمات په نشت حساب دي، بلکې په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې هم نشته چې له امله یې ځایي خلک له ستونزو سره مخ دي؛ دغه شان په زیاتره ولسوالیو کې چې تیرحکومت کې جګړې ډیرې وې او همدې طالبانو ځینې روغتیایي مرکزونه تخریب کړي اوس ترې غواړو چې روغتیایي مرکزونه دې بیرته له سره ورغوي او یا دې په سم او اساسي ډول جوړ کړي ځکه خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي.»

بلخوا د لغمان روغتیایي چارواکي هم تر یو بریده په ځینو ولسوالیو کې په روغتیایي برخو کې د خلکو ستونزې مني، خو د حل په برخه کې یې د ډاډ ترڅنګ د خپلو لاسته راوړنو یادونه هم کوي.
د لغمان د عامې روغتیایي ریاست لپاره د طالبانو مرستیال ډاکټر محمد اصف ساپی وایي، چې په دغه ولایت کې یې د روغتیایي ستونزو د حل په برخه کې هلې ځلې ګړندۍ کړي او له مخې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تر ډیره د خلکو روغتیایي ستونزې کمې شوي دي.
د نوموړي په خبره په لغمان کې یې د روغتیايي مرکزونو شمیر په مختلفو برخو کې له ۷۸ څخه ۱۱۴ ته لوړ شوی چې په ثابت او ګرځنده ډول په ښار او ولسوالیو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.
ساپی زیاتوي: «د اسلامي امارت له راتګ وړاندې د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې ۷۸ روغتیایي مرکزونو فعالیت درلوده، خو اوس دا شمیر ۱۱۴ روغتیایي مرکزونو ته رسیدلی چې ګرځنده روغتیایي مرکزونه هم پکې شامل دي او دغه راز د لغمان ولایتي روغتون کې یو د انتاني واټ د ۸۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شوی او هم هڅه کې یو خلکو ته خدمات وړاندې کړو.»
د لغمان د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي وایي، د ژوند له نورو اسانتیاوو نه شتون سربیره په روغتیایي برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي او له حکومتي چارواکو او نورو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې په روغتیایي برخه کې دغه ولایت ته پاملرنه ډیره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو څخه خلک شکایت کوي، چې بشپړو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
