اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله آمينه محمد وايي، چې دا سازمان په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې يوه غونډه راوبولي او «د طالبانو د رسميت پېژندنې» په اړه خبرې وکړي.
دې دا څرګندونې د امريکا په پرينسټون پوهنتون کې د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
د امريکا غږ د انګريزي څانګې د راپور له مخې، دا غونډه به په راتلونکو دوو اونيو کې د افغانستان لپاره د هيوادونو د استازو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په حضور کې جوړه شي.
دې د هيوادونو د استازو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د غونډې ځای او نېټه نه ده ښودلې خو ويل کېږي چې دا غونډه به په قطر کې جوړېږي.
اغلې محمد وايي، چې طالبان په ښکاره د رسميت پېژندنې غوښتنه کوي او دا هغه څه دي چې د نړيوالې ټولنې په لاس کې دي.
د ملګرو ملتونو دې لوړپوړې چارواکې ويلي، چې له طالبانو سره تعامل به مرسته وکړي چې هغوی د خپلو اعمالو ځواب ووايي.
دې ويلي: «موږ نشو کولای چې هغوی ته اجازه ورکړو چې هغوی همداسې بدتر شي، دا هماغه څه دي چې کله تاسو نه ښکېلېږئ نو همداسې پېښېږي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې پر ښځو بنديز لګولی دی چې له ملګرو ملتونو سره کار نشي کولای. د ملګرو ملتونو چارواکو په دې وروستيو کې ويلي چې که طالبان له خپلې دې پرېکړې پر شا نشي، نو له افغانستانه به ووځي.
د دوحې د هوکړه لیک پر پلي کېدو د خليلزاد ټينګار
د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي به د می مياشتې پر مهال په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د غونډې کوربه وي.
خليلزاد د دې غونډې هرکلی کړی او په سپارښتنې سره يې ويلي، چې د دوحې د توافق بشپړ پلي کېدل بايد د يوه ګډ هدف په توګه ومنل شي.
ده تېره شپه (سېشنبه، ۲۹ د وري) د ټويټونو په يوه لړۍ کې ليکلي، چې د طالبانو ټول مشران د دوحې د توافق ملاتړ کوي او د افغانستان د پخواني دولت شخصيتونه هم دا توافقليک د افغانستان له ننګونو سره د مخامخېدنې لپاره ښه چوکاټ ګڼي.
خليلزاد چې په خپله د دوحې د توافق را منځته کوونکی دی، ويلي چې دا توافقليک په بشپړه توګه نه دی پلی شوی او بل بديل يې هم نشته.
ده ويلي، چې د دوحې د توافق د پلي کېدو لپاره د لارې نقشې ته اړتيا ده او د ملګرو ملتونو عمومي منشي او ځانګړي استازي بايد د دې نقشې د کښلو لپاره طالبان هم غونډې ته راوبولي.
خليلزاد ويلي، چې د همدې نقشې د کښلو پر مهال دې د ښځو د زده کړې او کار موضوع ته هم پاملرنه وشي او تر غونډې وروسته دې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې نقشې د پلي کېدو لپاره يو ځانګړی استازی وټاکي.
