خوست کې «مخ پټو وسله والو» یو ځوان په ډزو وواژه

اطلاعات روز: د خوست ولایت په مرکز کې «مخ پټو وسله والو» یو ځوان په ډزو وژلی او برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د قدرت الله په نوم یو ځوان نن (چهارشنبه، ۳۰ د وري)  مازدیګر مهال د مرکز اړوند په «لرګویو منډيي» سیمه کې د مخ پټو وسله والو له لوري په خپل موټر کې په ډزو وژل شوی دی.

په دې ولایت کې یوې بلې سرچینې بیا د نوموړي د وژنې لامل شخصي دښمني بللې، خو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د قدرت الله د ژوند په اړه معلومات ورکړل شوي چې هغه کومه دولتي دنده هم درلوده او کنه، خو د دې ولایت اوسېدونکي وروستیو هدفي وژنو د غلاوو پېښو سخت اندېښمن کړي او له حاکم نظام یې د مخنیوي لپاره د جدي اقدام غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې خوست کې د څو جنايي او غلا پېښو پر مهال د دغه ولایت یو صراف، یو ټکسي چلوونکی او ځینې نور کسان وژل شوي چې خلک یې د عاملینو په نیولو کې د طالبانو امنیتي مسوولین پاتې بولي.