د طالبانو د «سخت دریځۍ» له امله اریوب ځاځیو ولسوالۍ ته د سیلانیانو ورتګ پېکه شوی

په پکتیا ولایت کې «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د اریوب ځاځیو په نوم ولسوالۍ چې له خورا طبیعي ښکلاو برخمنه ده، د سیلانیانو پام یې ځانته ور اړولی دی.

دا سیمه چې د سپینې شګې په نوم یادیږي په شنو ونو پوښل شوي غرونه لري او زړه راښکوونکې منظرې لري. 

دغې سیمې ته د پکتیا سربېره د هیواد له ګڼو ولایتونو خلک په اخترونو او نورو ملي ورځو کې د تفریح لپاره راځي.

سږ کال د طالبانو د امربالمعروف د کارکوونکو له لوري ټاکل شوي قواعد، د لارې خرابوالی او د هوا سړښت هغه لاملونه بلل کیږي چې د سیلانیانو په راتګ کې یې د تېر کال په پرتله دوه برابره کموالی راوستلی دی.

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې سپینې شګې ته د تفریح په موخه راغلي ځوانان

د میدان وردګو له ولایت څخه سپینې شګې سیمې ته یو تن راغلي ځوان دا سیمه د تفریح لپاره مناسب ځای وباله، خو ویې ویل چې د امربالمعروف کسانو له لوري ځوانان د خپلې خوښې تفریحي پروګرامونو ته نه پرېښودل کیږي او په خبره یې چې له همدې وجې د سیلانیانو راتګ د پام وړ راکم شوی دی.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په دې وروستیو کې د هیواد په کچه له تفریحي ځایونو بلل کیږي، خو که طالبان په خپلو کړنو کې نرمښت و نه ښايي، نو د خلکو په راتګ به لا ډېر منفي اغېز وکړي.

هغه وویل: «سپینې شګې سیمه ډېره ښکلې ده، مونږ چې دلته راغلي یو نو روح مو پکې تازه دی او ځوانان هم ساعت تېري کوي، خو تېر کوچني اختر کې هم مونږ راغلي و، هلته ډېر زیات خلک و حتا مونږ د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله درې ساعته انتظار وکړ، ځکه لاره نه وه خلاصه شوې، خو اوس وینو چې خلک ډېر کم دي او دا ټول د طالبانو د سخت دریزی لامل دی.»

دغې سیمې ته له کندهار، هلمند، ننګرهار، کابل او شمالي ولایتونو هم په ډېر شمېر کې ځوانان راځي او د تفریح په موخه تر یوې اونۍ پاتې کیږي، د کندهار ولایت یو اوسېدونکي بلال کریمي هم همدې تېر کوچني اختر کې د سیلانیانو په کموالي اندېښمنه څرګنده کړه، هغه وویل که د خلکو امنیت تامین شوی خو د امربالمعروف کارکوونکي په لوی لاس د خلکو د راتګ مخه نیسي او د خپلې خوښې مېلو ته نه پرېښودل کیږي.

نوموړي وویل: «ملي اټن زمونږ د کلتور یوه برخه ده، تېره ورځ مې یوه ډله ځوانان ولیدل چې ټایپ یې چلان کړی و، کله چې د امربالمعروف کسان ورپسې راغلل او هغه یې په څپېړو ووهل او له ځانه سره یې بوتلل، نو زه وایم چې خلک یوازې امنیت هم نه غواړي بلکې د فکر ازادي هم دلته مهمه ده، یو څوک چې د خپلې خوښې تفرح ته نه پرېښودل کیږي نو دلته بیا راتګ په څه مانا شو؟.»

ځوانان وایي، د طالبانو امربالمعروف کارکوونکي ځوانان د خپلې خوښې تفریح ته نه پریږدي

سږ کال د سپینې شګې سیمه په ۲۵ سلنه قرار داد ورکړل شوې ده، خو سیلانیان شکایت کوي چې د قرارداد سره سم دوی ته څومره چې لازمه ده اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

پاکو اوبو، مخابراتي خدمتونو نه لاسرسی، د کافي خوړو نشتون او د سرپناه برخه کې نیمګړتیاوې هغه نورې ستونزې دي چې د سیلانیانو تفریحي کړنې یې پېکه کړې دي.

د پکتیا اوسېدونکي وايي، له بار، بار غوښتنې سره بیا هم سپینې شګې سیمه په ملي پارک و نه نومول شوه.

په دې اړه د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي نور الله وايي: «مونږ په تېر نظام کې هم د دې لپاره په ځلونو دا غوښتنې کړې دي، چې اریوب ته د غځېدلې لارې د پخېدو لپاره دې عملي اقدامات ترسره شي او د سپینې شګې سیمه دې په ملي پارک ونومول شي، خو تر اوسه په دې برخه کې هیڅ کوم اقدام نه دی ترسره شوی.»

نوموړی وايي، که یاده سیمه په ملي پارک و نومول شي او د ورغځېدلې لویې لارې ستونزه یې هواره شي، نو په نړیواله کچه به ورته د سیلانیانو راتګ پېل شي.

خلک سپینه شګه د تفریح لپاره ښکلې سیمه بولي، خو د امکاناتو نشتون پکې لویه ستونزه یادوي

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ځايي چارواکي هم د لارې ستونزه مني او وايي، په دې اړه یې د خلکو غوښتنې له مرکزي ادارې سره شریکې کړې دي.

دوی وايي، د دې اختر لپاره یاده سیمه ناوخته په قرارداد ورکړل شوه، چې په خبره یې په دومره کمه موده کې و نه توانېدل چې شته اړتیاوو ته هم رسېدنه وکړي، خو ډاډ ورکوي چې د راتلونکي لپاره به دې برخه کې پوره هڅه وکړي.

د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې چې تېر کال ۲۰۰۰۰۰ زره سیلانیان اریوب ځاځیو ولسوالۍ ته ورغلي وو، خو سږ کال دا شمېر تر ۵۰۰۰۰ هم نه دی رسېدلی.