د دوحې غونډې په درشل کې، په کابل کې معترضو ښځو د طالبانو له رسميت پېژندنې سره مخالفت وښود

اطلاعات روز: په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو د غونډې په درشل کې معترضې ښځې د کابل لارو او کوڅو ته راووتلې او د «طالبانو له رسميت پېژندنې» سره يې مخالفت وښوده.

دې ښځو نن (شنبه، ۹ د غویي) په خپلو اعتراضونو کې د «طالبانو رسميت پېژندنه، د نړۍ لپاره پېغور» او «جنګېږو او مرو، خو خپل حق اخلو» شعارونه ورکول.

معترضو ښځو يو پرېکړه‌ليک صادر کړ چې په هغه کې د طالبانو د واکمنۍ په رسميت پېژندنه «د تروريزم په رسميت پېژندل» ياد شوي دي.

دوی نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په خطاب کې ويلي، چې د تعامل لاره دې پرانيستې وي، خو تعامل د افغانستان د ميليونونو وګړو پر برخليک معامله کول نه دي.

په پرېکړه‌ليک کې راغلي: «نړۍ بايد وپوهېږي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو حقونه يرغمل کړي دي تر څو له نړيوالې ټولنې د مشروعيت په تر لاسه کولو کې معامله پرې وکړي او حتا په دې لړ کې يې ملګرو ملتونو ته سرې کرښې ايستلې دي او په ښکاره يې ټول نړيوال تړونونه نقض کړي.»

معترضو ښځو په دې پرېکړه‌ليک کې ټينګار کړی دی چې د طالبانو ډله د رسميت پېژندنې وړ نه ده، نه د حکومت په توګه حيثيت لري او نه هم د افغانستان د خلکو استازيتوب کولای شي.

په پرېکړه‌ليک کې راغلي چې د افغانستان وګړي د طالبانو تحميلول نه مني «او له طالبانو سره له داسې تعامل او بېړنۍ مشروعيت ورکونې څخه په جدي توګه ډډه وشي چې د افغانستان د وګړو ګټو ته پکې پام نه وي شوی».

معترضو ښځو طالبانو ته د افغانستان د ډيپلوماټيکو استازوليو ورکول د دې بېړني چلند بېلګې يادې کړې دي او ټينګار يې کړی دی چې نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه بايد په دې اړه مسوول او ځواب ويونکي وي.

همدا راز د معترضو ښځو په پرېکړه‌ليک کې راغلي: «د بشر ضد چلندونو او د هيواد له وګړو سره د طالبانو د دښمنانه سياستونو په اړه د ملګرو ملتونو دريځ بايد روښانه، پرېکنده او تعقيبوونکی وي او د ښځو د حقونو په اړه بايد سليقوي برخورد ونه شي.»

معترضو ښځو ټينګار کړی چې بايد د افغان ښځو د مدني غوښتنو او اعتراضونو واقعي او معنادار ملاتړ وشي او بايد په داخلي او نړيوالو مذاکراتو کې يې حقونه تأمين او غوښتنې يې مطرح شي.

دوی همدا راز خبرداری ورکړی چې که ملګري ملتونه طالبان په رسميت وپېژني نو دا سازمان به د ټولو بشري حقونو د نقض او په افغانستان کې د تروريزم د پايلو مسوول وي.

دا اعتراض په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده د می مياشتې پر لومړۍ نېټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه د دوو ورځو لپاره جوړه شي.

د افغانستان له وضعيت سره د مقابلې لپاره د يوې واحدې تګلارې موندل او د نورې بې ثباتۍ مخنيوی د دې غونډې موخې ګڼل شوې دي.

يو څه وخت وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې آمينې محمد ويلي و، چې ټاکل شوې ده طالبان په دې غونډه کې په رسميت وپېژندل شي تر څو د افغانستان د وضعيت د نور خرابېدو مخه ونيول شي.

د اغلې محمد دا خبرې له پراخ غبرګون سره مخ شوې او په افغانستان کې د يو شمېر څېرو له لوري نوموړې طالبانو ته په لابي کولو تورنه شوه. په تېرو ورځو کې يو شمير افرادو او بنسټونو د طالبانو د احتمالي رسميت پېژندنې په اړه اندېښنه ښودلې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه