له ترکمنستان څخه پاکستان ته د کندهار له لارې د ګازو صادرات پېل شول

اطلاعات روز: له ترکمنستان څخه پاکستان ته د لومړي ځل لپاره د کندهار ولایت له لارې د ترانزیټ په ډول د ګازو صادرات پېل شول.

کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د دغه صادراتو لړۍ یې د کندهار میشتو سوداګرو په پانګونه نن (شنبه، ۹ د غویي) رسما پېل کړې ده.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند د «ياسر ياسر بين المللی شرکت» مسوول عتیق الله سيدال وايي، چې دا په هيواد کې لومړی ځل دی چې دوی ګاونډي هېوادونه ته د ګازو صادرات ترسره کوي.

نوموړی زیاتوي، دغه ګاز مخکې د ايران له لارې په ډېر ځنډ سره پاکستان ته انتقالیدل، خو په وينا يې چې اوس بې له ځنډ څخه د هرات تور غونډۍ څخه د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ له لارې پاکستان ته په ترانزیټي شکل وړل کېږي.

سيدال زياته کړه، چې په پېل کې به یاد ترانزیټي شرکت له زرو څخه تر دوه زرو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او وروسته به دغه شمېر له پنځو څخه شپږو زرو تنو ته پورته شي.

د ده په خبره: «د ايران له لارې پر هر ټانکر ګازو ۲زره ډالره مصرف راځي خو د افغانستان له لارې پر هر ټانکر ګازو ۸۵۰ ډالره لګښت راځي، دلته به زرګونه موټروانانو او نورو بې وزلو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي, د افغانستان او ترکمنستان د ګازو صادرات به پر خپل ځای.»

همدارنګه د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر حاجي محمد صديق مهمند بیا وایي، اوس مهال ورته د پانګونې زمينه برابره شوې او د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو ورته په شته برخو کې ستونزې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت پرمهال د جګړو او امنيتي ستونزو له امله له ترکمنستان څخه پاکستان ته ګاز د ايران له لارې صادریدل.