کندهار کې بې وزله کورنۍ د خیریه بنسټونو له کړنو تر پوزې راغلي

کندهار کې بې وزله کورنۍ شکایت کوي چې د بهر میشتو افغانانو له لوري د دوی په نوم استول شوې نغدي مرستې د داخلي خیریه بنسټونو له لوري حیف میل کېږی او تر دوی نه رسیږي.

په دې ولايت کې تر ۲۳ زيات خيره بنسټونه فعاليت لري چې تر ډېره ملي سوداګر او بهر میشتي افغانان خپلې ځانګړې شوې مرستې یادو بنسټونو ته په دې موخه ورکوي ترڅو تر اړمنو پورې ورسیږي.

په دې ولايت کې د «سیلاب، کندهار فن، لالا جان، شاټ میډیا، د اخرت موسېسه، ولس یار، افغان، الحافظ، افغان کندهار، ایمان، احرار، هېله، زبیر خان، ځواب میډیا، منار میډیا، تاسو یی هم وراضافه کړئ، کرامت، استعانت، احسان، کندهار، عطا، افغان، شيرېډ هيومنټي» په نوم داخلي خيريه بنسټونه فعاليت کوي.

ياد خيريه بنسټونه په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې فعاليت ترسره کوي، خو د خلکو په خبره چې راغلې پيسې ټولې بېرته د خيريه بنسټونو شخصي جيبونو ته ځي او يوه لږ اندازه يې د نمایش لپاره پر خلکو وېشل کېږي.

کندهار کې دیوه خیریه بنسټ له لوري د مرستو ویش

د کندهار اوسيدونکی نقيب احمد ادعا کوي، چې دغلته څو ځله د ده په نوم راغلې پيسې د خيريه بنسټونو له لوري ورڅخه خوړل شوي او دی همداسې تش لاس پاتې شوی دی.

د نوموړي په وينا چې يو شمېر خيريه بنسټونو د دوی په کليو کې زيات شمېر خلک په دې نيت چې ګواکې مرستې ورسره کوي دوکه کوي، ويډيو او تصويرونه يې اخلی او خپروي یې.

نقیب احمد د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو په کندهار او شاوخوا ولایتونه کې ټول خيريه بنسټونه بند کړي او د مسکينانو او بې وزلو په نوم د راغلو مرستو حساب ورسره وکړي.

ده وويل: «زموږ نومان يې څو ځله ليکلي خو مرسته يې نه ده راکړې، د مينه‌پال په نوم يو کس راغی او ويډيو يې راڅخه وکړه خو وروسته يې زموږ مبايل ته هم جواب نه دی راکړی، دغسط مو سیلاب خيريه بنسټ ته مراجعه کړې هغوی د دې پر ځای چې مرسته راکړي سپکې سپورې يې راته وکړې، زموږ غريبانو پر سر دې خيريه بنسټونو تجارت شروع کړی.»

دی له بهر ميشتو افغانانو هم غوښتنه کوي ترڅو پر خيريه بنسټونو باور ونکړي او خپلې مرستې او زکاتونه دې د خپلو، خپلوانو له طريقه تر اړمنو کورنيو او غريبانو ورسوي.

همدارنګه د کندهار بل اوسېدونکي حميد الله حقاني بیا اطلاعات روز ته وویل، چې په هيواد کې شته نړيوال او داخلي خيريه بنسټونه دې وتړل شي ترڅو هر کس په خپله خوښه غريبانو ته مرستې ولېږدوي.

د حمید الله په وينا: «يو خيريه بنسټ په سپوږمۍ صالون کې خيرات وېشه زه خپله ورغلم، ما ورته ويل زه يو استاد يم په کور کې ۱۳ تنه ساتم، کرايه کور کې اوسېږم، در په دره، خوار او زار يم، په دا شل کاله مو نه مرسته لېدلې نه کومک، ماته هم يو شی راکړئ، دوی ويل ته کارټ نه لرې مرسته نه درکوو.»

بې وزله کورنۍ وایي، خیریه بنسټونه له دوی څخه د مرستې پرمهال ویډیو او انځورونه اخلي چې دوی دا کار خپله بې غزتي بولي

نوموړی له بهر ميشتو افغان کډوالو غوښتنه کوي ترڅو په خپلو سيمو کې اړمنې کورنۍ ومومي او ورسره مرستې وکړي.

يوشمېر نور هيوادوال بيا وايي، چې د ځينو خيريه بنسټونو له لوري ورڅخه د مرستې په‌پاره ويډيو اخیستل شوې خو له نشر وروسته چې کومې مرستې راغلي هغه د خيريه بنسټونو له لوري حیف میل شوي دي.

د کندهار د لويې ويالې سيمې اوسیدونکی سمیع الله وایي، تېر کال دوه ځله د خيريه بنسټونو لخوا ورڅخه بېلابېلې ويډيوګانې اخیستل شوي خو په نوم راغلې مرسته نه ده ورکول شوې.

هغه له واکمن حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو په هيواد کې د شته خيريه بنسټونو لپاره داسې بانکي حسابونه جوړ کړي چې د دوی تر نظارت لاندې وي.

د سمیع الله په وينا: «دا يو نيم خيريه بنسټونو والا د غريبانو څخه عکاسي وکړي هغه چې مرسته راشي دوی ۱۰ فيصده دغه غريب ته ورکړي او ۹۰فيصده خپلو شخصي جيبونو ته واچوي، زه دغه ته حيران پاتې يم چې دا خارجيان ولط دوهم تعقیب نه پسې کوي.»

د یوه خیریه بنسټ له لوري یتیمو ماشومانو ته د ډوډۍ تیاری

په ورته وخت کې د يو شمېر خيريه بنسټونو مسوولين په دې برخو کې شته ستونزې مني او له هيواد والو او حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو تش په نوم خيريه بنسټونه وتړي.

د يوه خيريه بنسټ مسوول چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي اطلاعات روز وویل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې فعاليت لري او په همدې موده کې يې تر خپله وسه د غریبو ولسونو لاسنيوی کړی دی.

دی زياتوي چې يو شمېر خيريه بنسټونو له بې وزلو سره د مرستې کولو پرمهال د هغوی ويډيو او تصويرونه اخلي او وروسته یې پر خپلو ټولنيزو رسنيو خپروي چې په وينا يې حکومت يې بايد مخنيوی وکړي.

هغه وويل: «موږ دا لس کاله کېږي چې فعاليت کوو، کله کله عکس ورڅخه واخلو د ثبوت لپاره هغه هم د ځان سره ساتو، له بې وزلو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوو او تر ننه مو د چا حق نه دی خوړلی، ښه او بد خلک په هر ځای کې شته، يو شمېر خيريه بنسټونه موږ هم منو چې غلاوې کوي او د خلکو حق خوري زموږ څخه نيولې بيا له ټولو سره بايد حساب کتاب وشي.»

دی له بهرميشتو غوښتنه کوي ترڅو پر هغو خيريه بنسټونو باور ونکړي چې په هيواد کې دننه ورڅخه خلک شکايت کوي او د غريبانو پيسې حیف میل کوي.

وموغښتل چې کندهار کې د يو شمېر نورو خيريه بنسټونو او مسوولينو نظر هم له ځان سره ولرو خو له هڅو سره-سره بيا هم بريالي نه شوو.