اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د احمدشاه په نوم یو ځوان د «نامعلومو وسله والو» له لوري په ډزو وژل شوی دی.
په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه تېره ورځ (شنبه، ۹ د غویي) مازدیګر مهال د ښرنې اړوند سیمه کې رامنځته شوې او په خبره یې چې برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته هم بریالي شوي دي.
سرچینې زیاته کړه، احمدشاه شاوخوا ۳۰ کاله عمر درلود او د ځدراڼو له قوم څخه و، چې هیڅ کومه شخصي دښمني یې هم نه درلوده.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د طالبانو له امنیتي مسوولینو په دغه پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیولو او ورته د سختې سزا غوښتنه کوي.
دوی وايي، دا ډول هدفي او نامعلومو وژنو اندېښمن کړي او په خبره یې که یې مخه و نه نیول شي، نو خلک به د ولایت پرېښودو ته اړ شي.
د یادې پېښې په اړه د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو تر اوسه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې هیواد کې د نامعلومو کسانو له لوري هدفي وژنې، ځان وژنې او د غلاوو پېښې زیاتې شوي چې دې پېښو د خلکو په ژوند او کاروبار خورا ناوړه اغېزه کړې.
