پکتیا کې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پېل شوې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند په «مکاوې» سیمه کې د کرومایټ ډبرو د استخراج چارې پېل شوې، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د ولایتي مسوولینو په وینا د عوایدو په لوړوالي کې به مهم رول ولوبوي.

په همدې موخه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د غویي) ناوخته په زرمت ولسوالۍ کې د نیول شویو مراسمو پر مهال د دغه ولایت د طالبانو د والي مرستیال انعام الله صلاح الدین وویل، د دې کان د استخراج کارونه د «RGM» په نوم یو شرکت ته د ازادې سیالۍ له لارې ورکړل شوي او په خبره یې چې د یو ټن کرومایټ ډبرې په سر به ۱۰۵۸۵ افغانۍ ورکوي.

نوموړي د روان کال لپاره د ځینو نورو پراختیايي پروژو د چارو پېل ډاډ هم ورکړ، خو دا یې واضح نه کړه چې دا پروژې کومې او د پکتیا ولایت په کومو سیمو کې به پلي کیږي.

د قراردادي شرکت مسوولین وايي، د کرومایټ ډبرو د دغه کان دقیق مساحت لا نه دی معلوم خو په وینا یې چې له سروې وروسته به یې کره شمېره په ډاګه شي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب کې د شوکاڼي، پکتیکا ولایت کې د مرمرو او د دغه ولایت په سروضې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو او د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د کرومایټ  ډبرو د کانونو استخراج کارونه هم پېل شوي دي.