انځور: خواله رسنۍ

نورستان کې کانونه په غیر مسلکي ډول کیندل کیږي

د نورستان اوسیدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې کانونه د طالبانو او د دوی د پلویانو له لوري په خپلسري ډول کیندل کیږي.

د منډول ولسوالۍ اوسیدونکی شیرخان وایي، چې د نورستان په ګڼو سیمو کې د لیتیمو ډبرې او نورو قیمتي ډبرو کانونه د ځینو ځایي طالبانو له لوري کیندل کیږي.

نوموړی زیاتوي یادې ډبرې له کیندل کیدو وروسته پاکستان او نورو هیوادونو ته په کمه بیه قاچاق کېږي چې د مخنیوي په برخه کې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

شیرخان زیاته کړه: «د نورستان په زیاتره ساحو کې د طالبانو او د دوی د خپلوان له لوري مختلف کانونه په خپلسري ډول کیندل کیږي او بیا یې قیمتي ډبرې او نور معدني مواد پاکستان ته قاچاق کیږي، د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې باید د دې ملي شتمنۍ ساتنه وکړي.»

په همدې حال نورستان کې یوه ډله جیولوجستان (ځمک‌پېژندونکي) او کان‌کېندونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، د دغه ولایت په جیولوژیکي زون کې شته کانونه په غیرفني ډول کېندل کېږي چې د ډول ډول ستونزو لامل ګرځي او د طالبانو حکومت یې باید مخه ونیسي.

د نورستان د کانونو ریاست د ځمک ‌پېژندنې یو انجنیر تاثیرالله وایي، د دغه ولایت زون د جیولوژي پر اساس د هېواد له شپږو زونونو څخه یو مهم زون ګڼل کېږي، چې د «کونزیټو، تورملینو، تختو او لیتیمو» کافي زیرمې لري خو تراوسه یې استخراج په غیر مسلکي توګه ترسره کېږي.

د هغه په خبره په یاد زون کې د کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو ځینې کانونه شامل دي چې په غیرفني ډول کېندل کېږي او د حکومت او ولس په زیان دي.

نوموړی دغه راز وایي، په غیر مسلکي کیندنو کې چاپېریال او منرالونو ته زیان رسېږي او ډېری منرالونه د ضایع کیدو سربیره په ټولنه کې د مختلفو ناروغیو سبب هم ګرځي.

تاثیرالله زیاته کړه: «د نورستان په زیاتو سیمو کې د کونزیټو، تورملینو، تختو او لیتیمو کانونه شته، خو زیاتره یې د خلکو له لوري په خپلسري ډول کیندل کیږي؛ چې دا کار نه یوازې شته کانونو ته زیان رسوي بلکې زیاتره منرالونه چې په غیر فني ډول وڅپړل شي نو په ټولنه کې د سترګو او دغه راز د پوستکي ناروغۍ سبب ګرځي نو لازمه ده چې باید د دې ډول خپلسرو کیندونو مخنیوی وشي.»

نورستان کې په غیر مسلکي ډول کان کیندنې خلک په ډول ډول ناروغیو اخته کړي دي. انځور: خواله رسنۍ

څلویښت کلن سبحان الله د کونړ چپې درې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې شاوخوا شپاړلس کاله یې د یادې ولسوالۍ په یوه برخه کې د قیمتي ډبرو په کان کې کار کړی.

نوموړی وایي، په نورستان او کونړ ولایتونو کې د کان کیندونکو له ډلې ډېری هغه کسان چې په کانونو کې د برمو کارونه کوي، ګڼ شمیر یې د سترګو، پوستکي، سږو او معدې پر ناروغۍ اخته شوي او ځینو یې له اهمدې امله ژوند هم ورکړی دی.

سبحان الله وویل:«کونړ کې له کلونو راهیسې د کانونو په کیندلو برخه کې کار کوم، خو زیاتره زمونږ ملګري د پوستکي، سترګو او سږو په ناروغیو اخته شوي او زه په خپله هم د سږو په ناروغۍ اخته یم او لامل یې همدا دی، چې په غیر فني ډول د کانونو کیندل دي که چیرې دا کانونه په سم ډول وکیندل شي نو نه به مونږ ناروغان شو او نه به کانونه بیځایه وکیندل شي.»

بلخوا د نورستان د کانونو ریاست چارواکي هم مني چې د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې کانونه د عامو خلکو او سیمه ‌ییزو شوراګانو له خوا کېندل کېږي خو دوی ته د اوسني سیسټم پر اساس شپږ برخې ورکول کېږي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کانونو رییس سیدرحیم عمیر وایي، دوی له اړوند وزارت سره په دې هڅه کې دي چې د کانونو د استخراج په برخه کې د یوه معلوم طرزالعمل له مخې مخکې ولاړ شي.

هغه وايي، چې د اوس لپاره دوی د سیمې له باتجربه اشخاصو څخه د کانونو په استخراج کې ګټه اخلي .

د نوموړي په خبره کان کېندونکي د کانونو وزارت په چوکاټ کې حکومت ته خپل قانوني عواید جمع کوي او کوم ډول سرغړونه نه شي کولای.

عمیر زیاتوي: «په نورستان کې دا منو چې کانونه په غیر فني ډول کیندل کیږي او دا کار په زیاتره ولسوالیو کې د ځایي خلکو له لوري کیږي، چې طالبان پکې دخیل نه دي او مونږ کوښښ کې یو؛ چې په دغه ولایت کې ټول کانونه په مسلکي ډول استخراج شي خو د اوس وخت لپاره له پخوانیو باتجربه خلکو څخه ګټه اخلو.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې د نورستان ولایت د شرقي او غربي درو په ډېرو سیمو کې کانونه شته خو په شرقي نورستان کې پپړوک او غربي کې د ماوای سیمې کانونه ډېر شهرت لري چې بیروج، تختې، بلور او داسې نور يې مهم منرالونه ګڼل کېږي .

د کانونو د رییس په وینا تر اوسه د لیتیمو قرارداد چاته نه دی ورکړل شوی خو که د وایګل ولسوالۍ لیتیم په قرارداد ورکړای شي او قانوني استخراج يې پېل شي له لارې به یې د دولت عواید څو چنده زیات شي.

د اقتصادي چارو پوهان په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو حکومت له لوري د کانونو استخراج مهم بولي.

د نظر خاوند شاکرالله وایي، تمه لري چې د کانونو په استخراج سره به نه یوازې خلکو ته کاري زمینه برابره شي بلکې د دولت په عوایدو کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

شاکرالله زیاتوي: « اوس چې زیاتره خلک بې روزګاره شوي او طالبانو ته په کار ده چې کانونه په مسلکي ډول استخراج کړي، له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي نو غوښتنه کوو چې د کانونو د خپلسرو کیندونو مخنیوی وشي او همدارنګه په دې برخه کې پانګوال لا تشویق شي.»

د قیمتي ډبرو سوداګرو د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول ختیځ کې تر ۱۲ ډوله قیمتي دبرې موندل کېږي، چې تر ډېره یې په صادرولو کې له ستونزو سره مخ وي.

سوداګر وایي، حکومت دې د بازار د جوړېدو ترڅنګ د قیمتي ډبرو د غیر قانوني صادراتو مخنیوي په خاطر نړیوالو بازارونو لارې  پرانېزي.

افغانستان دطبیعي زیرمو له پلوه غني هیواد ګڼل کیږي او باور دا دی که د هیواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو استخراج پېل او پرې پانګونه وشي دا هیواد په ځان بسیا کیدای شي.