جلال اباد

جلال اباد ښار ته د ماینونو لېږدوونکی نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار ته د ماینونو یو لېږدوونکی یې نیولی دی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل نن (چهارشنبه، ۸ د سلواغې)په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي چې ملي امنیت ځواکونو دغه کس سره په ریکشا کې دوه کړۍ په ټیلیفون عیارشوي ماینونه او د داعش ډلې تور بیرغ نیولي دي.

د ښاغلي امرخېل په وینا، دغه تن کامران نومیږي او په طلحه مشهور دی، چې د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې نیول شوی دی. نوموړی وایي، چې یاد تن په خپل جرم اعتراف کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جلال اباد ښار په ګډون د هېواد ځینو نورو ښارونو کې هم چسپکي او نورې ماین چاودنې له خلکو قرباني اخلي.