ارزګان کې يوه ځوانه میرمن د چړې په ګوزارونو وژل شوې

اطلاعات روز: ارزګان کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې د دې ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه ځوانه میرمن د خپل لیوره له لوري د چړې په ګوزارونو وژل شوې ده.

سرچینه د نوم نه یادولو په شرط وایي، چې دغه پیښه پرون (دوشنبه، ۱۱ د غویي) غرمه مهال د دهراوود ولسوالۍ په «لنډیاني» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، یاده میرمن د خپل خاوند د ورور (لیور) له لوري د چړې په ګوزارونو وژل شوې چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی یادوي.

د ده په خبره چې په فتل تورن کس د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی او بندي دی.

هڅه مو وکړه چې د یادې پیښې په اړه ارزګان کې د طالبانو د ولایتي مسوولینو نظر هم ولرو خو هغوی زموږ اړیکې ته ځواب رانه کړ.

هیواد کې فقر، بې کاري، د تعلیم کچې ټیټوالی او په کم عمر کې د نجونو ودول د کورني تاوتریخوالي لوی لاملونه بلل کېږي.