ننګرهار او زابل کې یوه ځوان او یوه ۵۵ کلن سړي ځان وژنې کړي

اطلاعات روز: ننګرهار او زابل ولایتونو کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې دغلته یوه ځوان او یوه ۵۵ کلن سړي ځانونه وژلي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې یوه ۵۵ کلن سړي تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۲ د غویي) مازدیګر د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځان وژنه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، یاد کس رحیم داد نومیده او د رواني ناروغۍ له امله یې ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.

په همدې حال کې زابل کې د طالبانو مسوولین وایي، د دې ولایت د شاجوې ولسوالۍ اړوند په «تازي» سیمه کې یوه ځوان ځان زندۍ کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

دغلته د طالبانو روغتیایي مسوولین زیاتوي، چې دغه ځوان پرون ماسپښین ځان وژلی دی.

د دوی په خبره، د دغه ځوان د ځان وژنې لامل او هویت نه دی معلوم او جسد یې د شاجوی ولسوالۍ اړوند دولتي روغتون ته لیږدول شوی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلا ولایتونو کې د ځان وژنې بیښې زیاتې شوي دي.

په روانه اوونۍ کې دا دویم کس دی چې په ننګرهار کې ځان وژنه کوي، له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې هم یو کس ځان د ټوپک په ډزو وژلی و.

هیواد کې د ځان وژنې پېښې داسې مهال زیاتې شوي چې د طالبانو حکومت په راتګ سره د خلکو اقتصاد ځپل شوی او زیاتره عام خلک په رواني ناروغیو اخته شوي او ډیری یې له همدې امله ځان وژنې ته مخه کوي.