داعش

ننګرهار کې د داعش ډلې اړوند د چسپکي ماینونو جوړوونکی نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ښاري شبکې غړی او د چسپکي ماینونو جوړوونکی نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۹ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دغه تن تېره شپه د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې په یو لړ عملیاتو کې نیولی دی.

خوږیاڼی وایي، نیول شوی کس عبدالصمد نومیږي، چې ورسره درې کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي یو میل توفانچه او ګڼ شمیر نور چاودیدونکی توکي ترلاسه شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي:« ملي امنیت ځواکونو تیره شپه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې سیمه کې عملیات کړي چې پرمهال یې د داعش ډلې د ماینونو جوړونکی او د ښاري شبکې فعال غړی نیول شوی دی.»

داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.