د هلمند سيند څخه د ايران د حقابې تر لاسه کولو لپاره له طالبانو څخه د تضمين اخيستلو وړانديز

انځور: د ایران د بهرنیو چارو وزارت

اطلاعات روز د ايران د پارلمان غړي حبيب الله دهمردي د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير حسين اميرعبداللهيان سره په کتنه کې وړانديز کړی چې له هلمند سیند څخه د ايران د حقابې تر لاسه کولو لپاره بايد له طالبانو تضمين واخيستل شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن (چهارشنبه، ۱۳ د غویي) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دهمرده په دې لیدنه کې خبرداری ورکړی چې په سيستان او بلوچستان کې به د اوبو د کړکېچ له کبله انساني ناورين پېښ شي او په دې اړه يې د طالبانو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ده زياته کړې: «په تېرو وختونو کې له افغان چارواکو سره مذاکراتو ښودلې چې د اوبو د حق اخيستل د نظام په بېلابېلو برخو کې نويو تګلارو او ښه انسجام ته اړتيا لري.»

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، حبيب الله دهمرده د افغانستان له اوسنيو واکمنو څخه د عملي تضمينونو د اخيستنې وړانديز کړی دی.

عبداللهيان ويلي، چې د دې هيواد د حقابې اخيستنه د ايران د بهرنيو چارو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

ده زياته کړې: «ايران له هلمند سيند څخه د ايراني ملت د اوبو د حق په اخيستلو کې جدي دی او په سمرقند کې د دوو اړخيزو او د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د څو اړخيزو ناستو پر مهال له افغانستان سره په خبرو کې دا له اصلي موضوعاتو څخه يوه وه چې ما، د افغانستان په چارو کې د ايران د اسلامي جمهوريت استازي او وزارت مطرح کړې ده.»

عبداللهيان څرګنده کړې چې طالبان د ايران حق ته ژمنتيا ښودلې او تهران منتظر دی چې دا ډله به نه پر شا کېږي او اوبه به سيستان او بلوچستان ته رسېږي.

افغانستان او ايران د هلمند سيند د اوبو تقسيمولو لپاره په ۱۳۵۱ لمريز کال کې تړون لاسليک کړی دی.

ايران ادعا لري چې د افغانستان دولتونه له ياد شوي تړون سره سم د ايران د اوبو حق نه ورکوي. خو يو شمېر کارپوهان وايي، چې ايران د وروستيو کلونو پر مهال تر خپل حق زياتې اوبه اخيستې دي.

افغانستان د هلمند سيند پر مسير په نيمروز ولايت کې تر ۲۰۰ ميليونه په زيات لګښت يو بند جوړ کړی دی. دا بند چې کمال خان نومول شوی، کولای شي ۵۲ ميليونه متر مکعبه اوبه زېرمه کړي او همدا راز ۱۷۴ زره هکټاره کرنيزه ځمکه خړوبولای شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته