انځور: UNAMA/Fardin Waezi

د ملګرو ملتونو له دفترونو سره د ښځو پر کار د بنديز دوام؛ يوناما: موږ نشو کولای له تعامل ووځو

اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې په افغانستان کې د دې سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار له بنديز سره – سره، نشي کولای چې په دې هيواد کې خپل فعاليت پرېږدي. دې سازمان ويلي چې «له ننګونو سره – سره، نشو کولای تعامل پرېږدو».

د يوناما اعلاميه چې تېره شپه (جمعه، ۱۵ د غویي) خپره شوې، پکې راغلي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له اعلان سره سم بايد دا سازمان د افغانستان د خلکو د  ملاتړ لپاره پر خپل هدف ټينګ پاتې شي.

يوناما ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان لپاره د ښځو پر کار بنديز، اړمنو ته خلکو ته د لاسرسي په شمول د دې سازمان کارونه تضعيفوي.

دې بنسټ يو ځل بيا د طالبانو پرېکړه غندلې او هغه يې د ملګرو ملتونو له منشور او له ښځو سره د تبعيض د مخنيوي له کنوانسيون سره په تضاد کې ګڼلې.

يوناما ويلي، اړينه ده چې د مرستو د کولو او د افغانانو د ملاتړو برنامو په برخه کې بايد د ملګرو ملتونو د سازمان او ملي او نړيوالو غير دولتي سازمانونو له لارې شته بنديزونه او خنډونه لېرې شي.

د يوناما په اعلاميه کې راغلي: «موږ د دې بنديز د پای ته رسولو، د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو د امنيتي خونديتوب او مرستې کولو لپاره د طالبانو له ممکنه کچو سره خپل متمرکز، اصولي او رغنده تعامل ته دوام ورکوو.»

طالبانو تېره مياشت پر ښځو د کار د بنديز په دوام، له ملګرو ملتونو سره د ښځينه کارمندانو پر کار کولو بنديز ولګاوه.

دې پرېکړې نړيوال غبرګونونه هم درلودل. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوه پرېکړه‌ليک په خپرولو د طالبانو دا تصميم وغانده.

امنيت شورا هم په ټول افغانستان کې د يوناما د حضور پر حياتي ارزښت او همدا راز د ټولو اژانسونو، صندوقونو او ملګرو ملتونو د برنامو پر شتون ټينګار کړی دی.