کندهار کې په «زنا» د تورن طالب چارواکي د خوشې کیدو پرمهال بې نظمیو غبرګونونه پارولي

اطلاعات روز: کندهار کې له زندانه د یوه طالب چارواکي د خوشې کېدو د هرکلي لپاره هوايي ډزو او بې نظمیو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر هیواد والو تند غبرګونونه راپارولي دي.

د عبدالغني حقبین په نوم د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار د امنیې قومندانۍ د تروریزم مدیر چې څه موده وړاندې د «زنا» په تور د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او بندي شوی و، تېره پنج‌شنبه (۱۴ د غویي) له زندانه ازاد شو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان د نوموړي د خوشې کېدو په خوشالۍ کې ډزې کوي او بې نظمي جوړوي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دا کار غندلی او دا یې بې عدالتي او خپلسري بللې.

د عبدالحکیم الفت په نامه یو کس په خپله فیسبوک پاڼه د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «د لنډغريزم او زورواکۍ پر خلاف چپه خوله پاتې کيدل له تللو اتلانو سره خيانت او د خاين د ملاتړ په معنا او منافقت دی.»

دغه راز یو شمیر نورو کاروونکو بیا حقبین د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته نږدې کس او د هغه قومي یاد کړی او ویلي یې دي چې «شرعي حدود» یوازې د ولس لپاره دي.

د فراهمند په نامه یوه کس لیکلي: د هبت الله تربور حقبین نورزی چې د درې لوڅو ښځو سره بالفعل نیول شوی و د څو ورځو دروغجن زندان څخه خلاص شو او طالبانو یې داسې هرکلی وکړ لکه د حج څخه چې راغلی وي.»

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه ‌دي ویلي، چې عبدالغني حقبین یې په کوم تور بندي او پرته له محکمې يې ولې خوشې کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته