چاودنه

ننګرهار کې ماین چاودنې د عامه نظم درې سرتیري ټپي کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت امنیتي مسوولین وایي، په مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې د عامه نظم درې سرتیري ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند نن (پنجشنبه، ۹ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار لس بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې د سړک غاړې ماین د عامه نظم په رینجر موټر چاودنه کړې، چې له امله یې د عامه نظم درې سرتیري ټپيان شوي دي.

فرید خان زیاتوي: «نن سهار لس بجې د اوومې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې د عامه نظم په رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې درې سرتیري ټپيان شوي دي.»

تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

دغه راز د یو بل خبر له مخې په دې ولایت کې د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودنې یو ملکي تن وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن شاوخوا یوولس بجې د غني خیلو ولسوالۍ د ۲۶ ویالې په سیمه کې د ملکي وګړو موټر د سړک غاړې پر ښخ شوی ماین وربرابر شوې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي:«نن سهار د غني خیلو ولسوالۍ د ۲۶ ویالې سیمه کې د ملکي وګړو په موټر ماین چاودنه کړې یو تن په کې وژل شوی دی.»

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنو، چسپکي ماین چاودنو او نورو جنایي پېښو زیاتوالي خلک اندیښمن کړي او امنیتي چارواکي په مخنیوي پاتې بولي.