اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکي دفتر (سيګار) د ملګرو ملتونو د وياندويانو په وينا ويلي، چې له غير دولتي سازمانونو سره د ښځو پر کار بنديز د مرستې رسونې په بهير کې يو «فاجعهناک خنډ» دی.
سيګار نن (دوشنبه، ۱۸ د غویي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۰ ميليونه افغانانو د ۲۰۲۲ کال په وروستيو او د ۲۰۲۳ کال په لومړيو کې بېړنيو ژمنيو مرستو ته اړتيا درلوده؛ خو په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز مرسته رسونه له خنډونو سره مخ کړې ده.
طالبانو په تېر ډسمبر مياشت کې فرمان ورکړ چې ښځې په غير دولتي بنسټونو کې د کار کولو حق نه لري.
د ملګرو ملتونو يوه وياند پيتر کسلر دا يو «فاجعهناک خنډ» بللی دی.
طالبانو د ملګرو ملتونو پر دفترونو هم دا بنديز عملي کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، چې د طالبانو دا پرېکړه اړمنو ته د لاسرسي په شمول د دې سازمان وړتيا تضعيفوي.
دا سازمان ټينګار کوي چې د ملګرو ملتونو او غير دولتي ملي او نړيوالو سازمانونو د مرستو رسولو او افغانانو د ملاتړو برنامو په لار کې لګېدلي بنديزونه او خنډونه بايد لېرې کړای شي.
د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوې پرېکړې په خپرولو سره د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.
امنيت شورا هم په ټول افغانستان کې د يوناما پر دوامدار حضور او همدا راز د ټولو اژانسونو، صندوقونو او ملګرو ملتونو د برنامو پر شتون ټينګار کړی دی.