ګوتريش: د ښځو او نجونو پر حقونو د سيسټماټيکو بريدونو پر وړاندې بايد چوپ پاتې نشو

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش کوم ځانګړي هيواد ته له اشارې پرته ويلي، چې ښځې او نجونې په هر ځای کې په عزت او درناوي سره د ژوند کولو مستحقې دي او د هغوی پر حقونو د بريدونو پر وړاندې بايد چوپه خوله پاتې نشي.

نوموړي نن (شنبه، ۲۳ د غویی) پرلپسې ټویټونو کې د ښځو د حقونو لپاره د دوی تر څنګ د درېدلو غوښتنه کړې.

ګوتريش ليکلي: «موږ بايد هيڅکله هم د ښځو او نجونو پر حقونو د بې مخينې او سيسټماټيکو بريدونو پر وړاندې چوپ نشو.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له اساسي حقونو محرومې شوي او اوس مهال د زده کړې او کار اجازه نه لري. طالبانو په خپل وروستي اقدام کې د ملګرو ملتونو له دفترونو سره د ښځو کار کول هم منع کړل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په داسې حال کې د ښځو د حقونو لپاره د درېدو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د دې سازمان استازولۍ د ښځينه حقونو د دفاع په برخه کې تر نيوکو لاندې ده. نيوکه کوونکي وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ان نه دی توانېدلی چې د خپلو کارمندانو له حقونو دفاع وکړي.