انځور: Tasnim

کندهار کې زرګونه بزګرانو ته د ملخانو د مخنیوي په پار عامه پوهاوی ورکول کېږي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د کرنې رياست مسوولين وایي، دې ولایت کې څه باندې ۴زره او ۵۰۰ بزګرانو ته د صحرايي ملخانو د پيدايښت او مخنيوي په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.

د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د کرنيزو چارو امر محمد موسی وایي، د عامه پوهاوي په دغه کمپاين کې به د کندهار ښار ترڅنګ په سپين بولدک، تخته پُل، دامان، ميوند، پنجوايي، او ځينو نورو ولسواليو کې بزګرانو ته د صحرايي ملخانو د پيدايښت او مخنيوي په اړه معلومات ورکړل شي.

هغه زياتوي چې دغه کمپاين به شاوخوا شل ورځې دوام وکړي او په همدې وخت کې به دا سروې هم ترسره شي چې د کندهار په کومو سيمو کې د صحرايي ملخانو د راوتلو احتمال شته او څه ډول تدابير بايد ورته ونيول شي.

محمد موسی وویل: «اکثره وخت چې باران او رطوبت زيات وي په دغو کلونو کې د ښورابک، ډنډ او د ريګو د خوا څخه د کندهار ښار او ولسواليو ته دغه ملخان راځي، نو موږ هم وار دمخه د کندهار بزګرانو ته د وقايې او مخنيوي کمپاين ېيل کړی دی.»

په ورته مهال د کندهار يوشمېر بزګران بيا وايي، د دغه ډول کمپاينونو ترڅنګ دې ورته د زراعتي افتونو د مخنیوي درمل هم ورکړل شي ترڅو وار د مخه چمتوالی ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو افغانستان کې پر کروندو د ملخانو برید ستره اندیښنه بللې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې یا (ایف اې او) خبرداری ور کړی چې د افغانستان د شمال او شمال ختیځ په اتو ولایتونو بلخ، کندوز، بدخشان، بادغیس، بغلان، سمنګان، سرپل او تخار کې، ملخان د ودې په بېلابېلو پړاوونو کې لیدل شوي دي.

په افغانستان کې د یادې ادارې استازي ریچارډ ترنچارډ ویلي، د افغانستان د غنمو د تولید په مرکز کې د مراکشي ملخانو د خپرېدو راپورونه ستره اندېښنه ده.