د نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديز؛ يونيسف خپل زدکړييز ټولګي زياتوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) وايي، چې غواړي په ټول افغانستان کې زدکړييز ټولګي ۲۱ زره ته ورسوي.

يونيسف په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په باميانو کې يې ۴۶۶ ټولګي جوړ کړي چې په دې ټولګيو کې نهه زره او ۴۹۹ ماشومان زدکړې کوي.

ځينو نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د زدکړييزې برخې د ملاتړ په توګه زدکړييز ټولګي جوړ کړي دي.

د يونيسف له لوري دا اعلان داسې مهال کېږي چې طالبانو پر افغانستان بیا ځل واکمنیدو سره تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې دي.

دې ډلې بيا – بيا ټينګار کړی چې د نجونو پر زدکړو بنديز دايمي نه دی او د مناسب شرعي چاپېريال تر برابرولو وروسته به ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه