د طالبانو ماليې وزارت پر خصوصي سکتور د ماليې د کمولو خبر ورکړ

اطلاعات روز: د طالبانو ماليې وزارت وايي، چې د دې ډلې د مشر د دفتر له لارښوونې سره سم یې د خصوصي سکتور د ودې او ملاتړ په موخه مالياتي تخفيف او تسهيلات برابر کړي دي.

د دې وزارت په اعلاميه کې چې نن (دوشنبه، ۲۵ د غویي) خپره شوې، راغلي چې د صنعتي سکتور د ودې په موخه انتفاعي ربع‌وار ماليات له څلور سلنې دوه سلنې ته ښکته کړای شوي دي.

همدا راز د زراعتي، صنعتي او سوداګريزو سکتورونو لپاره اووه سلنه موضوعي قراردادي ماليه معاف کړای شوې ده.

د طالبانو ماليې وزارت زياته کړې چې د پوهنتونو، مدرسو او خصوصي ښوونځيو څلور سلنه ربع‌وار ماليات د يوه کال لپاره (۱۴۰۲ مالي کال) معاف کړای شوي دي.

دا وزارت وايي، چې د سوداګرو او صنعتکاراتو لپاره د اسانتياوو را منځته کولو په موخه بايد هغوی ته د هيواد په ټولو زونونو کې د پاسپورټ د ورکړې زمينه برابره شي.

همدا راز د طالبانو د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو، صنعت او سوداګرۍ چارو وزارتونه مسووليت لري چې د سوداګرو او صنعتکارانو د ويزې اخيستنې ستونزې د اړوندو هيوادونو له سفيرانو سره شريکې کړي او د سوداګرو او صنعتکارانو د ويزې مشکل حل کړي.