انځور: خواله رسنۍ

خوست کې د ترافیکو نوي اصول؛ له بې ځایه درول شویو موټرو ټایرونه وباسي

اطلاعات روز: د خوست ولایت په مرکز متون کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو ترافیک له هغو موټرو د جریمې په ډول ټایرونه باسي چې ښار کې بې ځایه پارکینګ شوي وي. په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کیږي چې د ښار په منځ کې د ترافیکو له لوري له موټرو ټایرونه ایستل شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ که څه هم د یاد اقدام په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې هغوی دا کار د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره کوي.

اطلاعات روز وغوښتل چې د خوست ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د ویاند مستغفر ګربز نظر هم له ځانه سره ولري، خو له ۱۶ ساعتونو انتظار وروسته یې بیا هم په دې اړه ځواب نه دی راکړی.

د خوست ښاریان بیا په یاد اقدام نیوکه کوي او له ترافیکي اصولو یې خلاف کار بولي، دوی زیاتوي چې دا په ښار کې په لوی لاس بیروبار جوړېدو ته لار برابروٍي.

د دوی په وینا چې په ښار کې د موټرو پارکینګونه خورا کم دي او خلک مجبوره دي چې موټر د سړک په غاړه ودروي.

د خوست ښاریان له ښاروالۍ ریاست او د ترافیکو مدیریت غوښتنه کوي چې د موټر درېدو لپاره دې د ښار په مختلفو برخو کې پارګینګونه جوړ کړي.