ننګرهار کې د لاسي بم چاودنې د طالبانو د مخابرې مسوول وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې د طالبانو د مخابرې امر وژلی دی.

یوې امنیتي سرچینې دنوم نه یادولو په شرط وویل، چې پېښه تېر ماښام (دوشنبه، ۲۵ د غویي) د شیرزادو ولسوالۍ په داخل مقام کې د لاسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په یاده چاودنه کې د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د طالب پولیسو د مخابرې امر فقیر محمد وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

سرچینې د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه نور جزیات ورنه کړل.

د سرچینې په خبره فقیرمحمد د تیر نظام د مخابرې په برخه کې مسلکي کس و، چې اوس مهال یې له طالبانو سره په شیرزادو ولسوالۍ کې د مخابرې د مسوول په توګه دنده درلوده.

هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.