اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال وايي، چې طالبان تر څو بشري حقونو ته درناوی ونه کړي او د ښځو پر وړاندې خپل چلند بدل نه کړي، د متحده ايالاتو له لوري به په رسميت ونه پېژندل شي.
نوموړي پرون (چهارشنبه، ۲۷ د غویي) له امريکا غږ سره د خبرو پر مهال دا څرګندونې کړې دي.
مک کال ويلي: «[زموږ] پيغام طالبانو ته دادی چې که غواړي په رسميت وپېژندل شي، نو له ښځو سره بايد د يوه قشر په توګه چلند وکړي نه د خپل ملکيت او شتمنۍ په توګه. په دې اړه مو دريځ سخت دی.»
ده ټينګار کړی چې د امريکا په کانګرس کې دواړه ګوندونه بشري حقونو ته له احترام پرته د طالبانو له مشروعيت سره مخالف دي.
پر کابل د طالبانو د واکمنۍ نږدې دوه کاله اوړي، خو لا هم هيڅ هيواد دا ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه ده پېژندلې.
د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو اقدامات يو هغه دليل ګڼل کېږي چې له امله يې دا ډله په رسميت نه پېژندل کېږي.
اوس مهال ښځې په افغانستان کې د زده کړې او تحصيل حق نه لري، همدا راز په تګ-راتګ او پوښاک کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید