کابل کې د ايران سفير: طالبان به زموږ د حقابې د نه تأمين له کبله ځواب ورکړي

اطلاعات روز: ايراني چارواکو يو ځل بيا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که ثابته شي چې دا ډله د حقابې له ورکړې ډډه کوي، نو د ايران د حقابې د نه تأمين له امله به ځواب ورکړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ايران استازي او سفير حسن کاظمي قمي په يوه خبري غونډه کې ويلي چې طالبان پوهېږي چې که غواړي په افغانستان کې يو باثباته حکومت جوړ شي، له ګاونډيانو سره بايد رغنده تعامل ولري.

ده زياته کړې: «که ثابته شي چې په بند کې اوبه شته او د ايران حقابه نه ورکوي، طالبان يې بايد ځواب ورکړي. [په دې صورت کې] د ايران لپاره هم پلمې پوره  کېږي او دولت پوهېږي چې بايد څه وکړي.»

قمي د طالبانو په اړه د ايران شوني اقداماتو ته کومه څرګنده اشاره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې «نن په افغانستان کې يوازې له طالبانو سره مخامخ نه يو، په دې هيواد کې مسئله پېچلې ده». ده د افغانستان اقتصادي تحريم هم کومه حللاره نه ده ګڼلې.

په دې وروستيو ورځو کې له هلمند سيند څخه د ايران حقابه په يوه ګرمه موضوع بدله شوې او ايراني چارواکي د حقابې د نه تأمين له وجې طالبانو ته پرلپسې اخطارونه ورکوي. طالبانو يې په ځواب کې ويلي چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي، خو د وچکالۍ له امله کافي اوبه نشته.

ايران ټيڼګار کړی چې د طالبانو ادعا بايد ثابته شي چې کافي اوبه شته او که نه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې تر څو د دې هيواد کارپوهانو ته د هلمند سيند پورته لور ته او پر مسير د کتنې اجازه ور نه کړل شي، «د هلمند اوبو د کمښت په اړه هر ډول څرګندونې د منلو وړ نه دي».