انځور: @FDPM_AFG

د هلمند اوبو پر حقابې د شخړې په اوج کې طالبانو د بخش اباد بند د کانالونو جوړولو کار پېل کړ

اطلاعات روز: د ايران او طالبانو د حکومت تر منځ د اوبو پر سر د شخړې په اوج کې دې ډلې په فراه ولايت کې د بخش اباد بند د تونلونو د کيندنې کار پېل کړ.

طالبان وايي، چې د دې کانالونو کیندل شاوخوا شپږ ميليونه ډالره لګښت لري او دا پيسې د دې ډلې د ۱۴۰۲ کال له پرمختيايي بودیجې ورکول کېږي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو د پېل په مراسمو کې وويل چې دا بند د فراه ولايت لپاره يوه مهمه پروژه ده.

ده وويل: «موږ د دې پروژې د بشپړولو لپاره د فراه د خلکو تر څنګ يو. دا يوازې د خولې ژمنه نه ده، بلکې په اخلاص او عملي توګه به يې بشپړوو.»

عبدالغني برادر ويلي، چې ټاکل شوې وه چې د بخش آباد بند اوبه تېر کال را ګرزول شوې وای، خو د يو لړ ستونزو له امله داسې ونشول.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د بخش اباد بند د تأسيساتو بشپړولو لپاره شاوخوا ۴۴ ميليارد افغانۍ بودیجوي کسر موجود دی چې د پوره کولو لپاره يې بانکي حساب پرانيستل شوی او ټاکل شوې ده چې له خلکو او سوداګرو راغونډې کړای شي.

د بخش آباد بند د جوړولو کار د تېر حکومت پر مهال پېل شوی و. ويل کېږي چې دا بند د يو ميليارد متر مکعب اوبو د ذخيره کولو او ۲۷ ميګاواټه برېښنا د توليدولو ظرفيت لري.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطيف منصور وايي، چې بخش آباد بند ښي لور ته د ۶۰ کيلومټره په کانال او چپ لوري ته د ۵۲ کيلومټره په کانال سره ټولټال ۶۸ زره او ۵۹۰ زره کرنيزه ځمکه خړوبوي.

د بخش آباد بند د فراه رود پر سيند جوړېږي. دا سيند د هلمند سيند تر څنګ په ايران کې هامون سيند ته توييږي.

د فراه رود او هلمند پر سيندونو د بندونو جوړولو ايراني چارواکي اندېښمن کړي دي. د ايراني چارواکو په اند د افغانستان له لوري د بندونو جوړول د ۱۳۵۱ لمريز کال د تړون د تطبيقېدو مخه نيسي.

د بخش آباد بند د کانال جوړولو چارې په داسې مهال کې پېل شوي چې د هلمند سيند د حقابې پر سر شخړو زور اخيستی دی.

ايراني چارواکي په پرلپسې توګه طالبانو ته د حقابې د نه تأمين په صورت کې اخطارونه ورکوي.

په کابل کې د ايران استازي او سفير په تازه توګه طالبانو ته اخطار ورکړی چې که ثابته شي چې طالبان د حقابې له ورکړې  ډډه کوي، نو دا ډله به د ايران د حقابې د نه تأمين په صورت کې ځواب ورکوي.

خو طالبان وايي، چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي، خو د وچکالۍ له کبله کافي اوبه نشته.