اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې ۲۲ کلنې ښځې ځان ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.
د طالب مسوولینو په وینا، پیښه تېره ورځ (شنبه، ۳۰ د غویي) د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د څلورمې حوزې اړوند په «ګنبدې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي، د زرینې په نوم یوې ۲۲ کلنې ښځې چې درې کاله یې د واده کیدل سپین بولدک ولسوالۍ کې د خپل خاوند په کور کې ځان ځړولی او ژوند یې بایللی دی.
مسوولین وایي، د زرينې خاوند د طالبانو امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی او هغه ویلي چې میرمن یې د رواني ناروغۍ له امله ځان ځړولی دی.
دغه راز د طالبانو عدلي طب هم د یادې میرمنې پر بدن د وهلو ټکولو نښې نښانې نه دي موندلي.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د کندهار په نورو ولسواليو کې دې ته ورته پېښې رامنځته شوي خو تر پلټنو وروسته هم د پېښې انګيزه نه ده په ډاګه شوې.