اطلاعات روز: طالبانو له کابل وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سوالګرو راټولولو کمپاین پېل کړ چې مستحق سوالګرو ته به تر ثبت وروسته میاشتنی معاش ورکول کېږي.
ختیځ کې د طالبانو د سرې میاشې استازی احسان الله ممله وال وایي، د سوالګرو د راټولولو دا کمپاین یې نن (یکشنبه، ۳۱ د غویي) په جلال اباد ښار کې پېل کړ چې پرمهال یې له بېلابېلو سیمو لسګونه سوالګر راټول کړي چې پکې ماشومان او میرمنې هم شاملې دي.
نوموړی زیاتوي، له تثبیت وروسته د دغه سوالګرو له ډلې یې کم عمره ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند حرفوي او نورو زده کړه یيزو مرکزونو ته معرفي کېږي او د لوړ عمر لرونکي مستحق سوالګر له ثبت او بایومتریک وروسته ورته په میاشتني ډول معاشونه ورکول کېږي.
ممله وال زیاته کړه: «د طالبانو د مشر د حکم پر اساس په کابل، مزار، کندز، نورستان، کونړ، لغمان او نورو ولایتونو کې د سوالګرو د ثبت او راجستر لړۍ پېل شوې او ځینو کې ختمه شوې.»
نوموړی زیاتوي هغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ نفقه په غاړه لري د زده کړو سربېره يې د کورنۍ سره هم مرسته کېږي.
د سرې میاشتې مسوولین د سوالګرو زیاتیدل د اندیښنې وړ مسئله بولي او وایي، له همدې لارې هڅه کوي چې مستحق او حرفوي سوالګر سره بېل کړي.
ممله وال زیاتوي: «کوم کم عمره ماشومان چې به دې سوالګرو کې دي هغه مونږ کار او ټولنیزو چارو ریاست ته سپارو او بیا یې حرفوي زده کړو ته معرفي کوي.»
بلخوا جلال اباد ښاریان هم په دې وروستیو کې د سوالګرو زیاتیدو اندیښمن کړي او په خبره یې په دې سوالګرو کې زیاتره یې ځوانې نجونې او د پاخه عمر میرمنې هم شاملې دي چې دوی یې د مستحق او نامستحق سوالګرو ترمنځ په اسانۍ توپیر نشي کولای.
دجلال اباد ښار اوسیدونکی جلال الدین دسوالګرو د راټولولو له پېل شوې لړۍ خوښي څرګندوي او وایي، د نورو ولایتونو په څیر دې ننګرهار کې هم د مستحق سوالګرو شمیر معلوم او ورسره دې مرسته وکړي.
د تیر حکومت د ملي اردو یو سرتیری ۳۵ کلن زمرک یو سوالګر چې په یوه پښه معلول دی وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې اقتصادي وضعیت خراب شوی او له همدې امله مجبور شوی چې سوال کولو ته مخه کړي.
نوموړی له اړونده ادارو د مرستې سربیره د سرپناه په ګډون یو لړ نورو ستونزو ته هم د طالبانو د حکومت پاملرنه غواړي.
زمرک زیاته کړه: «زه په یوه پښه معلول یم او د کورنۍ ټوله سرپرستي زما پر غاړه ده، خویندې او نور ورونه مې ماشومان دي د ګټې وټې بل څوک نه لرم، ۱۴ میاشتې کیږي چې سوالګرۍ ته مې مخه کړې او لامل یې بې روزګاري او زما معلولیت دی چې زه یې سوالګرۍ ته مجبور کړی یم.»
یو شمیر نور بیا په جلال اباد ښار کې د سوالګرو د راټولولو له پروسې هرکلی کوي، خو له طالبانو څخه په دې برخه کې د پوره شفافیت غوښتنه کوي او غواړي چې حرفوي سوالګر له اړمنو بېل کړي.
