ارشیف

ختیځو ولایتونو کې د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانستل شوه

اطلاعات روز: د هیواد د نورو سیمو سربیره په ختیځو ولایتونو کې هم په اقتصادي برخه کې د ښځو د ونډې د ډېرېدو لپاره د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانستل شوه.

دغه پروګرام چې ګډونوالې یې ټولې ښځينه سوداګرې وې رسنیو ته د طالبانو له لوري د خبري پوښښ په موخه اجازه نه وه ورکړل شوې.

یوې سوداګرې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وویل، چې په دې پروګرام کې د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو لپاره امرینې وټاکل شوې او دغه راز د زون په سطحه دفتر یې په ننګرهار کې پرانستل شو.

هغې وویل، طالب چارواکو ورته په خبرو کې ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت له مخې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو ملاتړ کوي.

د یاد پروګرام یو بله ګډونواله چې خپل نوم نوریه ښیي، له یاد کار څخه موخه د افغان سوداګرو مېرمنو د محصولاتو او تولیداتو لپاره بازار پیدا کول او د هغوی ملاتړ یادوي.

نوموړې هیله منده ده چې په ختیځ کې به د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې په پرانستل کېدو سره به مېرمنې د خپلو محصولاتو او تولیداتو د نندارتونونو له لارې خپل او د افغانستان اقتصاد په حرکت راولي.

نوموړې زیاته کړه، دا چې افغان ښځې ښې وړتیاوې لري او د دا شان بنسټونو او چوکاټونو له لارې یې باید فعالیتونه منسجم شي.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې په کابل او ولایتونو کې سوداګرې او متشبثې مېرمنې کولی شي چې خپل سوداګریز فعالیتونه د دغه خونې له لارې تنظم او بیرته فعال کړي.