د پکتیا پوهنتون محصلین، پوهنتون کې دننه د نیمګړو پروژو بشپړیدل غواړي

اطلاعات روز: د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته د نورو پروژو ترڅنګ په پکتیا پوهنتون کې دننه هم ځینې رغنیزې پروژې په نیمګړي حالت پاتې شوې، چې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په تېرېدو یې لاهم د بشپړېدو لپاره عملي اقدام نه دی شوی.

د دې غوښتنو د پوره کېدو په اړه بیا د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر چې تېره ورځ (یکشنبه، ۳۱ د غویي) یې پکتیا پوهنتون ته سفر کړی و ډاډ ورکړ، چې د پروژو ترڅنګ به د پکتیا پوهنتون د درسي بهیر کیفیت ښه والي ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو زده کړیالانو د طالبانو د لوړو زده کړو له وزیر غوښتنه وکړه چې په پکتیا پوهنتون کې نیمګړې پروژې بشپړې او د عملي زده کړو برخه کې دې هم ځانګړې پاملرنه وشي.

محصلین وايي، د پوهنتون زرګونه محصلین په کرایه ځایونو کې ژوند کوي چې دې چارې یې په زده کړو منفي اغېز کړی دی.

دوی د دې ترڅنګ د عملي زده کړو برخه کې د لابراتوار، یوې راډیو، کتابتون او نورو وسایلو برابرېدل مهمې اړتیاوې یادوي.

د دغه پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د دریم ټولګي یو محصل خالد زمان اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په پوهنځي کې د عملي زده کړو لپاره ځانګړي وسایل نه لري او د دې لپاره د یوې راډیو د جوړېدو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې بیا د دغه پوهنتون د طب پوهنځي یو بل زده کړیال ضیاء الرحمان هم د پوهنتون په داخل کې د نیمګړو پروژو د بشپړېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوه کاله وړاندې د پوهنتون محصلینو لپاره لیلیې جوړې شوې، خو پاتې کارونه یې لاهم نه دي بشپړ شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د لیلیو کارونه تر ۷۰ سلنه بشپړ شوي او په خبره یې که بشپړ شي، نو د زده کړیالانو ستونزې به تر ډېره ورسره راکمې شي.

بلخوا د پکتیا پوهنتون لپاره د طالبانو رییس پوهنمل عبیدالله اخندزاده هم د محصلینو غوښتنې مني او له لوړو زده کړو وزارت یې د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

اخندزاده پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو د وزیر سفر پر مهال په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د زده کړو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه شوې، خو زیاته یې کړه چې په خورا کمو امکاناتو یې په عملي زده کړو برخه کې پرمختګ کړی دی.

په ورته مهال بیا پکتیا ته په سفر کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون له استادانو او زده کړیالانو سره په جوړه شوې غونډه کې د استادانو د اقتصادي ستونزو هواري، امنیت تامین او نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه ورکړه.

ندیم وویل، ځینې بهرنۍ کړۍ د اوسني نظام د تخریب لپاره هڅې کوي، چې د دې د مخنیوي برخه کې یې له استادانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پکتیا پوهنتون کې اوس مهال شاوخوا ۳۰۰۰ زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او په داسې مهال یې د شته ستونزو هوارېدو او اړتیاوو د پوره کېدو غوښتنه وکړه، چې دغه پوهنتون ته د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر سفر پر مهال د نندارتون په پرانیستلو سره په نشت امکاناتو په لاس جوړ کړي وسایل هم نندارې ته وړاندې کړل.