کندهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنې د یوې کورنۍ درې تنو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولایتي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت خاکرېز ولسوالۍ کې د یوې راکېټ مرمۍ د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان دي.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي وياند عزيز عزيزي وایي، پیښه نن (دوشنبه، ۱ د غبرګولي) د حاکریز ولسوالۍ اړوند «سرګاو کارېز» سیمه رامنځته شوې ده.

عزیزي زیاتوي، یوه کوچي سړي د راکېټ مرمۍ تر موندلو وروسته هغه په خپله خیمه ټکولې چې له کبله یې چاودنه رامنځته شوې ده.

د ده په خبره، یاد کوچی په دې چاودنې کې وژل شوی او دوه زامن یې چې يو شپږ او بل درې کاله عمر لري ژوبل شوي چې د طالبانو د امنيتي کسانو لخوا ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سره صليب نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې چې تېر کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ماين چاودنو له کبله ۹۹۵ تنه مړه او ټپيان شوي چې ډیری یې ماشومان دي.