د چين سفير له حقاني سره په لیدنه کې: د فشار او لاس وهنې له سياستونو پلويتوب نه کوو

Taliban MOI

اطلاعات روز: په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو د طالبانو د کورنيو چارو له وزير سراج الدين حقاني سره په ليدنه کې ويلي، چې چين «هيڅکله هم د فشار او لاسوهنې د سياستونو ملاتړی نه دی» او د افغانستان په مقابل کې داسې سياست نه مني.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نن (سې‌شنبه، ۲ د غبرګولي) د یوې اعلاميې په خپرولو سره د چين د سفير له قوله ليکلي چې «د ملتونو پرمختګ یوازې په یوه ازاد او خپلواک چاپېريال ممکن دی او افغانان اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي.»

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې سراج الدين حقاني «د چين د واقع‌بينانه دريځ» مننه کړې ده.

سراج الدين حقاني زياته کړې چې «په نړيوال تعامل کې د عدالت عنصر نهایت مهم دی» او تر څو چې «اخلاقي اصول» د ضوابطو په توګه په سيمه کې پلي نشي، د باور فضا نشي جوړېدلای.

ده همدا راز زياته کړې چې «په ذهن او عمل کې شر اچونه» يو «ناروغ» سياست دی او طالبان «پر تعامل او تفاهم» باور لري او له نورو هم همدا هېله لري.

چين يو له هغو هيوادونو دی چې له طالبانو سره پراخې ډيپلوماټيکې اړيکې لري او په بيجينګ کې د افغانستان سفارت يې همدې ډلې ته سپارلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته