انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبانو کندهار کې شپږ تنه عام محضر کې په دُرو ووهل

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولایتي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې شپږ تنه د «لواطت» او نکاح شوې ښځې د تښتونې په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

په دې ولايت کې د طالبانو د والي وياند عزيز عزيزي وايي، یاد کسانو ته نن (چهارشنبه، ۳ د غبرګولي) د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کې سزا ورکړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د دغو شپږ کسانو څخه پنځه تنه د لواطت او یو د نکاح شوې ښځې د تښتونې په تور نیول شوي وو، چې د طالبانو د مرافعی محکمې له لوري هر یوه ته ۳۹-۳۹ دُرې سزا ټاکل شوې او نن په عام محضر کې ووهل شول.

د غزیزي په خبره، یادو کسانو د زور او جبر پرته په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاتوي چې هغوی په بند هم محکوم شوي، خو د مودې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم کندهار کې نهه تنو ته چې د لواطت او غلاوو په تور نيول شوي وو، «تعزيري» سزاوې ورکړل شوې دي.