انځور: خواله رسنۍ

د ناروې د کډوالو شورا: طالبان کار او زده‌کړو ته د ښځو د بيرته راستنېدو پر لارښود کار کوي

اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان ايګلنډ وايي، چې په کندهار کې د طالبانو چارواکو ورته ويلي چې کار او زده کړو ته د ښځو د بيرته راستنېدنې لارښود «نږدې بشپړ شوی دی.»

ښاغلي ايګلنډ نن (چهارشنبه، ۳ د غبرګولي) د يوه ټويټ له لارې ويلي، چې په نړيوالو مرستندويو سازمانونو کې د ښځو پر کار تر بنديز پنځه مياشتې وروسته افغانستان ته تللی او په کندهار کې يې د طالبانو له يو شمير مشرانو سره ليدلي دي.

ده زياته کړې: «ما په کندهار کې د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې يو زماني چوکاټ دې وټاکي چې زموږ ښځينه همکارانې څه وخت کولای شي چې د اړمنو لپاره خپل کار پېل کړي.»

د ناروې د کډوالو شورا د عمومي منشي په وينا، په کندهار کې د طالبانو مسوولينو ورته ويلي: «هغه لارښودونه چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کارځای او تحصيل ته بيرته راستنې شي، تقريبا بشپړ شوي دي.»

ده زياته کړې چې طالبانو ورته همدا راز ويلي، چې غواړي «موقتې حللارې» ولټوي او «د ښځو لپاره د ښځو کار» ته اجازه ورکړي، تر څو په هيواد کې له شته بشري کړکېچ سره مقابله وشي.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي ويلي، چې ده په دې ليدنه کې کار ته د ښځو د راتلو په اړه د «بېړني پرمختګ» غوښتنه کړې؛ ځکه وخت ضايع کېږي، بودیجه کمېږي او کړاو مخ پر زياتېدو دی.

ده ټينګار کړی چې «موږ نشو کولای او نه يوازې له نارينه ټيمونو سره کار کولای شو.»

طالبانو تقريبا پنځه مياشتې وړاندې په غير دولتي داخلي او نړيوالو سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه او تر دې وروسته يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز اعلان کړ.

د دې بنديزونو تر لګولو وروسته نړيوالو مرستندويو بنسټونو اعلان وکړ چې د ښځو پر کار بنديز په افغانستان کې د مرستې رسونې بهير ته زيان رسوي او دوی نشي کولای چې له ښځينه کارمندانو پرته خپل کار ته دوام ورکړي.