اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یوه پلار خپل یو زوی په ډزو وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی بلال احمد وایي، چې پېښه نن سهار (پنج شنبه، ۴ د غبرګولي) د یادې ولسوالۍ اړوند «دارګلۍ» سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په خبره د عبدالمتین په نامه یو ځایي اوسیدونکي په خپلو دوه زامنو د کلاشینکوف ډزې کړي، چې پرمهال یې یو ۱۳ کلن زوي وژل شوی او بل ۸ کلن زوی یې ټپي شوی دی.
د هغه په خبره تراوسه د یادې پېښې لامل معلوم نه دی خو کوم کس چې پر خپلو زامنو یې ډزې کړي په رواني ناروغۍ اخته دی.
بلال زیاتوي، چې ډاکټرانو د ټپي شوي ماشوم روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
په کامې ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکو هم د یادې پېښې پخلی کړی او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې د هېواد په ځینو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.