اطلاعات روز: يو په عمر پوخ افغان مسافر چې هڅه یې کوله د پاکستان څخه د کندهار سپین بولدک دروازې له لارې هیواد ته راستون شي دغلته د بې نظمیو او ګڼې ګوڼې له کبله د نورو مسافرو تر پښو لاندې او مړ شوی دی.
کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي مسوولين وايي، یاد سپين ږیری شاوخوا ۷۰ کاله عمر درلود او نن (شنبه، ۶ د غبرګولي) د سپین بولدک دروازه کې د مسافرو تر پښو لاندې شوی دی.
دوی د یاد ۷۰ کلن سړي د هویت په اړه معلومات نه لري خو په وینا یې چې هغه یاده دروازه کې د بیروبار او بې نظمیو له کبله ژوند بایللی دی.
همداراز د سپين بولدک او چمن ترمنځ يوشمېر مسافر شکايت کوي چې پاکستان ته تلونکي او راتلونکي افغان مسافر هره ورځ له ګنو ستونزو او مشکلاتو سره مخ وي.
دوی د طالبانو او پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو دې ته جدي پاملرنه وکړي.
سپین بولدک کې د پاکستان سره پر پوله د دوستۍ دروازه یو له هغو سرحدي دروازو څخه ده چې ډیر کله له دغه ځایه د افغان مسافرو شکایتونه راځي او وایي، دغلته نظم برابر نه دی او تل د پاکستاني لوري لخوا په یوه او بله پلمه ځورول کېږي.