د يوناما رييسې افغانستان کې د اروپايي اتحاديې او د مرکزي اسيا د هيوادونو د ګډو هڅو د پياوړي کېدو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما رييسې رزا اوتنبايوا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د اروپايي اتحاديې او د مرکزي اسيا د هيوادونو ګډې هڅې پیاوړې کړای شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (يوناما) په یوې خپره کړې اعلاميه کې چې نن (يکشنبه، ۷ د غبرګولي) خپره کړې ليکلي، چې اوتنبایوا دا غوښتنه په ترکمنستان کې د اروپايي اتحاديې او مرکزي اسيا د هيوادونو له ځانګړو استازو سره د ليدنې پر مهال مطرح کړې ده.

يوناما زياته کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې په دې ليدنه کې «د يوناما د فعاليتونو، بشري او ښځينه حقونو، اقتصادي کړکېچ او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ په دوحه کې د وروستۍ غونډې په اړه توضيحات ورکړي دي».

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسيا د هيوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو د می پر ۲۵مه او ۲۶مه په ترکمنستان کې غونډه جوړه کړې وه.

دوی د غونډې په پای کې د يوې اعلاميې له لارې د ټول ګډونه حکومت او د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.