د عشر راټولولو پر سر شخړه؛ طالبانو کونړ کې دوې ښځې په ډزو ووژلې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایی سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې طالبانو د عشر راټولولو پر سر پر ځایي خلکو ډزې کړي چې پرمهال یې درې میرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسیدونکی فریدون ساپی وایي، چې پېښه تېره ورځ (شنبه، ۶ د غبرګولي) د یادې ولسوالۍ اړوند «سونګلۍ» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو یو ځایي قومندان صلاح الدین یاد کلي ته د عشر راټولولو په موخه ورغلی و.

د نوموړي په خبره چې طالبانو لومړی له خلکو سره لفظي شخړه کړې او بیا یې پرې ډزې کړي، چې پرمهال یې دوه میرمنې وژل شوي او یو بله ټپي شوې ده.

بلخوا کونړ کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي.

کونړ کې یوې مهمې امنیتي سرچینې دنوم نه خپرولو په شرط وویل، چې پېښه د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځایي «ګوجر» قومونو د دوو کورنیو ترمنځ شوې چې پرمهال یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره د پېښې یو لوری په طالبانو کې دنده لري او ممکن د شخصي دښمنۍ له امله یاده پېښه رامنځته شوي وي.

د طالبانو دحکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي چې له امله یې ډیر کله عامو خلکو ته د طالبانو له لوري مرګ ژوبله اوړي.