د طالبانو د سرې مياشتې رییس: د هیواد ۳۰ میلیونه بې وزله کسانو ته لاسرسی ناشونی دی

اطلاعات روز: د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو رییس مطیع الحق خالص وایي، د هیواد ۳۰ میلیونه بې وزله کسانو ته د دوی لاسرسی ناشونی دی او نور خلک (مرستندیه بنسټونه) باید ورسره دغه پیټی پورته کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (یکشنبه، ۷ د غبرګولي) ارزګان ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته وکړې.

هغه نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په اشارې سره وویل، چې یوازې د افغانستان اړمنو سره په مرستې کولو څه نه کېږي باید په بېلابېلو برخو کې ورته کاري فرصتونه هم برابر شي.

ښاغلي خالص زیاته کړه، چې د دوی لومړیتوب هغه کسان دي چې د بې وزلۍ له کبله شپې په «نهره» تیروي.

نوموړي وویل: «واقعاً چې دې ۲۰ ميليونه ۲۵ ميليونه ۳۰ ميليونه انسانانو ته لاسرسی ناشونی کار دی دغه پیټی زما لپاره ډير دروند دی زما سره باید نور خلک شريکان اوسي او هغوی دغه پیټی راسره پورته کړي»

په یاده جوړه شوې غونډه کې د ارزګان خلکو د سرې میاشتې له رییس سره خپلې ستونزې شریکې کړې او ویې ویل چې د روغتیا ترڅنګ په ګڼو برخو کې خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دوی غوښتنه وکړه د طالبانو مسوولین دې د دوی ستونزې حل کړي.

خو د سرې میاشتې رییس بیا وویل، چې د خلکو هغه غوښتنې چې د دوی تر وس لوړې دي په کابل کې به يې د طالبانو د رییس الوزرا سره شريکې کړي.