خوست کې د طالبانو رنجر موټر یو ماشوم وهلی

اطلاعات روز: خوست کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو رنجر موټر یو ماشوم وهلی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه،۷ د غبرګولي) د تڼیو ولسوالۍ اړوند په «داخیو» سیمه رامنځته شوې او پر مهال یې یو ۱۰ کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د دغې پېښې په اړه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې ، چې له امله یې خلک اندېښمن دي او وايي، یادې پېښې ډیری د طالبانو د نظامي کسانو له لوري د ترافیکي اصولو نه مراعت کولو او تېز رفتارۍ له کبله رامنځته کیږي.