کندهار کې «نامعلومو وسله والو» یو سوداګر وواژه

اطلاعات روز: د کندهار ښار څوارلسمه حوزه کې «نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو» د خیرالله په نوم یو سوداګر په ډزو وژلی دی.

کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي وايي، دغه پېښه نن (دوشنبه، ۸ د غبرګولي) د ښار څوارلسمې حوزې اړوند «عیدګاه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دوی زیاتوي، سوداګر خيرالله د کندهار ښار د اتمې حوزې اړوند «ګيلان» سيمې اصلي اوسيدونکی و، چې نن د نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د دوی په خبره وسله وال له سیمې په تیښته بریالي شوي خو د طالبانو امنیتي کسانو یې په اړه پلټنې پېل کړي دي.

د خیرالله د وژل کیدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو تر دې وړاندې په داسې پیښو کې سوداګر د وسله والو غلو لخوا په نښه شوي او پیسې یې ترې وړي دي.

د کندهار اوسېدونکي بیا د طالبانو له امنيتي ارګانونو غوښتنه کوي ترڅو د ښاريانو امنيت ته پوره توجو وکړي او په ښار کې د غيرې مسوولو وسله والو کسانو څخه وسلې ټولې کړي.